له ګولن سره د تړاو په تور ترکیې نژدې زر کسان نیولي

تركيه د انځور حقوق Reuters
Image caption د تېر کال د جولای له ناکامې کودتا وروسته، د ترکیې بېلابېلو بنسټونو کې تر ۳۰ زرو ډېر کسان نیول شوي

ترکي چارواکو نژدې زر کسان د فتح الله ګولن له ډلې سره د تړاو په تور نیولي دي.

انقره پر ګولن تور لګوي چې په امریکا کې کې تبعید شوی فتح الله ګولن د تېر ۲۰۱۶ کال د جولای میاشتې ناکامې کودتا تر شا و.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي، په ۷۲ سیمو کې د پولیسو په لیکو کې د ګولن د شبکې د اړوندو کسانو نیول پیل شوي.

ټرمپ ټولپوښتنه کې اردوغان ته د بریا مبارکي ویلې

ترکیه کې تاریخي ټولپوښتنه پيل شوه

د تېر کال د جولای له ناکامې کودتا وروسته، د ترکیې بېلابېلو بنسټونو کې تر ۳۰ زرو ډېر کسان نیول شوي او نژدې ۱۰۰ زره کارکوونکي له کاره ایستل شوي.

د تېرې سې شنبې په ورځ، د اروپايي پارلمان د بشري حقونو جرګه ګۍ پر انقرې تور پورې کړ.

ترکیې د دغې جرګه ګۍ څرګندونې 'شرم' بولي.

د روانې میاشتې لومړیو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپل واک ډېرولو په پلمه په ترسره شوې ټولپوښتنه کې بریالی اعلان شو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د روانې میاشتې لومړیو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپل واک ډېرولو په پلمه په ترسره شوې ټولپوښتنه کې بریالی اعلان شو.

اړونده مطالب

ورته مطالب