فرانسوی ښاروال د 'ډېرو مسلمانانو ماشومانو' خبرې پر سر جریمه شوی دی

د انځور حقوق AFP / PASCAL GUYOT
Image caption رابرت مینادر وايي تبعیضي څرګندونه یې نه ده کړې، بلکې یوازې یو حقیقت یې څرګند کړی دی

فرانسه کې یوه ښي اړخه ښاروال ویلي، د سیمې ښوونځیو کې یې مسلمان زده کونکي خورا ډېر شوي دي. د دغو څرګندونو له کبله پر ښاروال رابرت مینارد د کرکې لمسون تور پورې شوی او ۲۰۰۰ یورو جریمه شوی دی.

د سویلي بزاریس ښاروال رابرت مینارد د کډوالۍ ضد ملي جبهې ګوند له متحدینو یو دی.

لوپن ولسمشرۍ ته د ګوند مشري پرېږدي

د فرانسې ټاکنې؛ مکرون او لوپن لومړي پړاو ټاکنې وګټلې

۲۱۰۶ کال د سپتمبر پر لومړۍ نېټه چې فرانسه کې له رخصتیو وروسته ښوونځي بیا پرانیستل شول، نوموړي ټویټر پیغام کې لیکلي وو( لوی بدلون) مې ولید.

د سپتمبر پر پنځمه مینارد ایل سي ایل ټلویزیون سره یوه مرکه کې ویلي:

''زموږ د ښار مرکزي برخې یوه ښوونځي کې ۹۱ سلنه ماشومان مسلمانان دي، په څرګند ډول دا یوه ستونزه ده، زغم هم یو حد لري ''

د فرانسې د قانون له مخې د توکم، مذهب یا عقیدې پر بنسټ د خلکو شمېرل ممنوع دي. خو مینارد د خپلو څرګندونو دفاع کړې او وايي:

''ما یوازې د خپل ښارګوټي حالت څرګند کړی، دا یو قضاوت نه دی، یو حقیقت دی دا هغه څه دي چې ما لیدلي دي. ''

د انځور حقوق EPA
Image caption ښي اړخه سیاستواله مارین لي پین به امانویل ماکرون سره ټاکنو کې سیالي کوي

د جریمې تر څنګ د محکمې لګښت برخه کې فرانسوۍ محکمې ۱۰۰۰ یورو هغې توکم پالنې ضد ډلې ته ډالۍ کړې، چې دغه قضیه یې محکمې ته رسولې وه.

مینارد ویلي د پرېکړې خلاف به استناف غوښتنه وکړي. ښاغلی مینارد ازاد سیاستوال دی، چې پر کډوالۍ سختې نیوکې کوي او ښي اړخه ملي جبهه یې ملاتړ کوي.

ښي اړخه سیاستواله مارین لي پین به د مې میاشتې اوومې ولسمشرۍ ټولټاکنو دویم پړاو کې له منځلاري سیاستوال امانویل ماکرون سره سیالي کوي. اوسمهال نوموړې په موقت ډول د ملي جبهې له مشرتابه د دې لپاره لاس پر سر شوې، چې وښيي 'د خلکو له لوري کاندیده ' ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب