چین د الوتکو لېږدونکې بېړۍ سمندر ته کوزه کړې

چین د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه بېړۍ ځانګړو مراسمو کې سمندر ته کوزه شوې

چین هغه بېړۍ سمندر ته کوزه کړې، چې الوتکې لېږدوي او خپله چین کې تولید شوې ده. چین دغه ګام داسې مهال پورته کوي، چې د شمالي کوریا توغندیزو ازموینو او له امریکا سره د ناندریو له کبله سیمه کې حالات ترینګلي دي.

امریکا سیمې ته یوه جنګي بېړۍ او اوبتل لېږلي دي او شمالي کوریا یې په اړه سخت غبرګون څرګند کړی دی، خو چین دواړو لوریو ته د زغم توصیه کړې.

د چین دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي دي، دغه نوې بېړۍ شمال ختیځ چین کې له دالین نومي بندرګاه نه سمندر ته کوزه شوې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption سمندر ته د بېړۍ کوزولو پر مهال لوړپوړي چینايي چارواکي بندرګاه ته ورغلي وو

تر اوسه دغې بېړۍ ته کوم نوم نه دی ټاکل شوی. له لیاوننګ وروسته دا د چین دویمه بېړۍ ده، چې د الوتکو لېږدولو وړتیا لري.

له دې مخکې چینايي سمندري پوځ یوازې یوه فعاله بېړۍ درلوده، چې الوتکې لېږدولای شي او هغه یې له یوکراینه پېرلې وه.

ویل کېږي دغه نوې بېړۍ کې د لیاوننګ پرتله ډېرې اسانتیاوې شته. د لیاوننګ رغاونه ۲۵ کاله مخکې د روسیې په مرسته پیل شوې وه.

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا په رپوټ کې ویل شوي، چې د نوې بېړۍ تولید ۲۰۱۳ کال کې پیل شوی و.

د انځور حقوق Reuters

چین کې د بي بي سي خبریال سټېفن مکډونل وايي، جې ۱۵ ډوله جنګي الوتکې به دغه بېړۍ د هوايي ډګر په توګه کارووي، خو د پوځي ماهرینو په وینا دغه بېړۍ د امریکا دغه ډول لسو بېړیو پرتله د تکنالوژۍ برخه کې وروسته پاتې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب