نن ډونالډ ټرمپ د مالې اصلاحاتو پلان وړاندې کوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نن ډونالډ ټرمپ د مالې اصلاحاتو پلان وړاندې کوي

د امریکا ولسمشر ټرمپ به نن د مالیې په برخه کې خپل اصلاحات وړاندې کړي.

سپینه ماڼۍ وایي د سوداګرۍ مالیه به ډېره را کښته شي چې دا یې د اصلاحاتو هغه مرکزي برخه ده.

د ښاغلي ټرمپ هغه تګلاره چې د مکسیکو پر پوله به ستر دېوال جوړوي له ځنډ سره مخ شوې. ټرمپ منلې چې اوس به صبر کوي او په سپتمبر کې چې د مالیې پیسې راورسیږي نو د جوړولو کار به پیلوي.