د ټپي طالب وژونکی بریتانوی پوځي له زندانه خوشی شو

الکساندر بلیکمان د انځور حقوق PA
Image caption الکساندر بلیکمان د ویلسټشایر له زندانه شاوخوا ۱۲ بجې خوشی شوی دی

هغه بریتانوی پوځي له زندانه خوشی شو، چې ټپي طالب یې هلمند کې په ډزو وژلی و. ۴۲ کلن ډلګۍ مشر الکساندر بلیکمان ته ۲۰۱۳ کال کې د قتل په تور د عمري زندان سزا ورکړل شوې وه او وروسته یې د جرم کچه له عمدي قتل نه غیر عمدي قتل ته ټیټه شوه.

نوموړي د اووه کلنې سزا له دریو ډېر کلونه زندان کې تېر کړل. د پوځي محکمې قاضیانو ته ویل شوي وو، چې نوموړي پوځي د ۲۰۱۱ کال سپتمبر هغې پېښې پر مهال ذهناً روغ نه و.

محکمې د ټپي طالب وژونکي بریتانوي پوځي د جرم کچه د 'قصدي' پر ځای غیر قصدي بللې

د ټپي طالب وژونکي پوځي ته د ۷ کاله زندان سزا ورکړل شوه

بلیکمان له دې مخکې یوازې د a پوځي په نوم پېژندل کېده او له هغه وروسته چې مجرم وپېژندل شو، بشپړ نوم یې هم په ډاګه شو.

بلیکمان د ویلسټشایر له زندانه شاوخوا ۱۲ بجې خوشی شوی دی. مارچ کې هغه د عمدي وژنې له توره بري وبلل شو. ډلګۍ مشر الکساندر بلیکمان ۱۳ کاله پوځي خدمت کړی، درې ځله یې عراق کې دنده تر سره کړې او ۲۰۰۷ کال کې افغانستان ته استول شوی و.

پر بلیکمان د عمدي قتل تور له لرې کېدو وروسته د نوموړي پلویان هیله من و، چې نوموړی به بېرته پر پوځي دنده وګومارل شي، خو د استناف محکمې قاضیانو ویلي و له دندې د نوموړي ګوښه کېدو پرېکړه باید پر ځای پاتې شي.

د انځور حقوق .
Image caption د بلیکمان په لاس د وژنې هغه صحنه د هغه د پوځي ملګري خولۍ کې لګېدلې کېمرې کې ثبت شوې وه

د ۲۰۱۱ کال سپتمبر میاشت کې د بلیکمان په مشرۍ د بریتانوي ځواکونو یوې ډلګۍ سرتېرو هلمند کې د ګزمې پر مهال یو ټپي طالب موندلی و، چې وسله یې هم له لاسه لېرې پرته وه او دغه بریتانوي پوځي قصداً پر هغه طالب ډزې کړې وې او وژلی یې و.

د پوځيانو دغې ډلګۍ موضوع پټه ساتلې وه، خو دا پېښه د هغه د یوه ملګري په خولۍ کې لګېدلې یوې کېمرې ثبت کړله او وروسته یې دغه کلیپ بریتانوي قومندانانو ته ورکړ، چې بیا همدغه کلیپ د بلیکمان د محاکمې لپاره ثبوت شو.

د مخکینۍ محکمې پر پرېکړه اعتراضونه شوي وو او د نوموړي د دفاع لپاره ځینې کسان رامخکې شول، چې د بیا ځلې محاکمې غوښتنه یې وکړه.

ورته مطالب