شمالي کوریا 'بالیستیک توغندی ازمویلی'

د انځور حقوق EPA
Image caption د جنوبي کوریا چارواکي وايي، تر اوسه د توغول شوي توغندي ډول نه دی په ډاګه شوی.

د جنوبي کوریا پوځي چارواکي او د امریکا پوځ وايي، شمالي کوریا یو بالیستیک توغندی ازمویلی، چې ښکاريي ناکام شوی دی.

د جنوبي کوریا خپري اژانس 'یونهاپ' وايي، دا توغندی ظاهراً له توغول کېدا څو ثانیې وروسته چاودلی.

د امریکا پوځ هم ویلي، یاد توغندی د شمالي کوریا له پولې هېڅ ونه وت.

ډونلډ ټرمپ: له شمالي کوریا سره لویه کشاله پېښېدلی شي

امریکا پر شمالي کوریا بندیزونه سختوي

د جنوبي کوریا چارواکي وايي، تر اوسه د توغول شوي توغندي ډول نه دی په ډاګه شوی.

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز ویلي، دا توغندی د شنبې په ورځ د پیونګ یانګ په شمالي پیونګان ولسوالۍ کې توغول شوی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټویټر لیکلي: ''شمالي کوریا د دغه توغندي په توغولو سره د چین غوښتنې او د ولسمشر سپکاوی دی، که څه هم توغندی ناکام شوی''.

شمالي کوریا د اپریل پر ۱۶مه هم یو بل توغندی ازمولی و، چې هغه هم ناکام شوی و. د امریکا پوځ رپوټ ورکړی چې دا توغندی له توغول کېدا څو ثانیې وروسته چاودلی.

امریکا په وروستیو کې د جنوبي کوریا قلمرو کې د توغندیو ضدی سیستم جوړ کړی. د 'تاد' په نوم دغه سیستم د لنډ او متوسط واټن ویشتونکو بالیستیک توغندیو د شنډولو په موخه لګول شوی.

په وروستیو کې د شمالي کوریا پر سر لانجې توندې شوې چې هم مهاله شمالي او جنوبي کوریاګانو پوځي مانورې پیل کړې دي.

امریکا هغې سیمې ته خپلې پوځي بېړۍ استولې، چې زرګونه امریکايي پوځيان پکې مېشت دي.

شمالي کوریا یوه موده هڅه کوله چې کوچني سروکي لرونکې اتومي خولۍ جوړې کړي چې وکړای شي د امریکا خاوره وویشتلای شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption رکس ټیلرسن امنیت شورا ته وویل، امریکا به د اړتیا وخت کې له پوځي چارې کار واخلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن د جمعې په ورځ له ټولې نړۍ وغوښتل چې پر شمالي کوریا له اتومي پروګرام د لاس اخیستو فشار راوړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې وویل، امریکا به د اړتیا په وخت کې له پوځي چارې کار واخلي.

شمالي کوریا: د سترګو په رپ کې امریکايي بېړۍ ډوبولای شو

نوموړي له هېوادونو وغوښتل چې له پیونګ یانګ سره دیپلوماتیک اړیکي وځنډوي او مالي مؤسسې یې څنګ ته کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا د شمالي کوریا د هغو اتومي توغندیو له جوړولو اندېښنه لري، چې د امریکا خاوره په نخښه کولای شي

ورته مطالب