د اروپايي ټولنې مشرانو د بریتانیا وتلو خبرو تګلاره تصویب کړه

د انځور حقوق AFP/GETTY

د اروپايي ټولنې مشران له دغې ټولنې د بریتانیا وتلو د تګلارې پر سر له بریتانیا سره د خبرو په تړاو هوکړې ته رسېدلي دي.

د اروپايي شورا مشر ډونلډ ټوسک چې برسلز کې په دې تړاو د غونډې مشري کوي، یوه ټویټر پیغام کې ویلي:

''د خبرو لپاره شفاف او منظم سیاسي واک چمتو دی ''

غونډه کې ۲۷ مشرانو ګډون کړی و او له ۱۵ دقیقو لږ وخت کې د تګلارې پر مسودې هوکړې ته رسېدلي دي.

بریتانیا له اروپايي ټولنې د وتلو رسمي غوښتنلیک وړاندې کړ

سکاټلنډ له بريتانيا د بېلېدو په اړه د نوې ټولپوښتنې لپاره رايه ورکړه

دغه مسوده د مارچ پر ۳۱ ښاغلي ټوسک وړاندې کړې وه. د جون میاشتې د اتمې له ټولټاکنو وروسته به بریتانیا سره له اروپايي ټولنې د وتلو په تړاو خبرې پیل شي.

له غونډې مخکې د ۲۷ غړو هېوادونو مشرانو ته یوه لیک کې ښاغلي توسک ویلي و (خلک، پېسې او ایرلنډ) هغه موضوعات دي، چې له بریتانیا سره د اروپايي ټولنې راتلونکو اړیکو له خبرو به مخکې پرې غږیږو.

مارچ میاشت کې بريتانيا له ۴۴ کلن غړيتوب وروسته له اروپايي ټولنې د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې رسمي غوښتنليک وسپاره.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اروپايي شورا مشر وايي، د ۲۷ هېوادونو مشران یو موټی او ژمن دي

هغه ليک بروکسل کې د بريتانيا سفير سر ټېم بارو د اروپايي شورا مشر ډونلډ ټوسک ته وسپاره، چې ورسره یې د لېزبن تړون پنځوسمې مادې په عملي کولو پيل وشو.

له دې سره به د جلا کېدو د شرایطو په تړاو خبرې اترې پيل شي چې ښايي دوه کاله وغځېږي.

د برتانيا خلکو نهه مياشتې وړاندې د يوې ټولپوښتنې په ترڅ کې د اروپايي ټولنې د پرېښودو په پلوۍ رايه ورکړې وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب