ډونلډ ټسک: بریتانیا باید د اروپایي وګړو حقونه خوندي کړي

د انځور حقوق Alamy
Image caption ټسک بریتانیا کې د زده کړه کوونکو، کار کوونکو او اوسېدونکو اروپايانو د حقونو خونديتوب غواړي

د اروپايي ټولنې مشر ډونلډ ټسک له بريتانيايي چارواکو د هغو اروپايي اتباعو د برخليک څرنگوالي په تړاو د جدي پرېکړې غوښتنه کړې چې له دغې ټولنې د بريتانيا له وتلو وروسته به په دغه هېواد کې کار، زده کړه او ژوند کوي.

ټاکل شوې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو په تړاو رسمي خبرې اترې په دغه هېواد کې د جون پر اتمې نېټې له کېدونکو ټول ټاکنو لږ وروسته پيل شي.

له اروپايي ټولنې د بريتانيا له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د اروپايي اتباعو برخليک او راشه درشه د اروپايي مشرانو اندېښنې وړ موضوع ده، چې بريتانيا هم ورته تر اوسه کوم څرگند ځواب نه دى ورکړى.

د اروپايي ټولنې مشرانو د بریتانیا وتلو خبرو تګلاره تصویب کړه

بریتانیا له اروپايي ټولنې د وتلو رسمي غوښتنلیک وړاندې کړ

خو اوس د اروپايي ټولنې مشر ډونلد ټسک ويلي دوى په دې برخه کې له بريتانيا پوخ تضمين غواړي:

"موږ همداراز ټولو هغو اروپايي اتباعو او د هغوى کورنۍ لپاره کوټلي تضمينونو ته اړتيا لرو چې په دواړو غاړو کې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو له امله اغېزمن کېږي. دا بايد د اروپايي ټولنې او بريتانيا لومړنى لومړيتوب وي. د اروپايي ټولنې کميسيون وارله مخه د اتباعو د هغو حقونو يو کره نوملړ جوړ کړى چې موږ يې خوندي کېدل غواړو."

ښاغلي ټسک دا څرگندونې وروسته له هغه وکړې چې د اروپايي ټولنې په سرمشريزه کې غړيو هېوادونو له بريتانيا سره د کېدونکو خبرو اترو لپاره يوه کړنلاره ومنله.

د کړنلارې له مخې خبرې اترې به په پړاوونو کې تر سره کېږي.

ازاده سوداګري

په بريتانيا کې د اروپايي وگړو دندې، ژوند او زدکړې يو له هغو دريو مسلو دي چې اروپايي مشران غواړي په لومړي پړاو کې ورباندې خبرې وشي.

اروپايي مشرانو ويلي که د دوى وگړو ته د ازاد تگ راتگ حق ورنه کړل شي نو بريتانيا سره د ازادې سوداگرۍ هوکړه نه کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له بریتانیا سره د جون پر ۸مه د عامو ټاکنو له ترسره کېدا وروسته خبرې پیلېږي

د اروپايي ټولنې په وړاندې د بريتانيا مالي مسووليتونه، او له شمالي آيرلند سره د پولې څرنگوالى د لومړي پړاو دوه نورې غوره شوې موضوعگانې دي.

د کړنلارې له مخې پر سوداگرۍ هغه مهال خبرې پيلېداى شي چې د خبرو اترو لومړي پړاو لپاره غوره شويو مسايلو کې پام وړ پرمختگ وشي.

د کړنلارې له مخې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه له بريتانيا سره جلا جلا تړونونه نشي کولاى او واحد بازار لپاره ټاکل شويو شرايطو کې هم غورچاڼ ته اجازه نه ورکول کېږي.

د بريتانيا حکومت هم ويلي چې دا خبرې اترې به ډېرې پيچلې وي او آن ځينې مهال به د ناندرۍ بڼه هم خپلوي.

سکاټلنډ له بريتانيا د بېلېدو په اړه د نوې ټولپوښتنې لپاره رايه ورکړه

اړونده مطالب

ورته مطالب