ډان لیکس: پوځ د نواز شریف امر رد کړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شنونکي وايي، په تېر کې پوځ داسې څرګندونې نه دي کړې.

د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له لوري د شنبې په ورځ د ډان لیکس په تړاو د پلټونکې جرګه ګۍ د سپارښتنو په رڼا کې امر د پوځ د عامه اړیکو ادارې رد کړی.

ویل کېږي چې تېر کال اکټوبر کې ډان د نارسمي ګوندونو په مقابل کې د حکومت او پوځ پر اختلاف رپوټ خپور کړی، خو دواړو دا رپوټ بې بنسټه او د ملي ګټو خلاف بللی دی.

له هغه وروسته لومړي وزیر نواز شریف د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید هم له دندې ګوښه کړ.

* پاکستان کې سياسي کړکېچ

* مریم نواز شریف: د پاکستان راتلونکې نوې سیاسي څېره ؟

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفور باجوه د لومړي وزارت له خوا د امر ردول په ټوېټ کې روښانه کړي دي.

"د ډان لیکس په تړوا د پلټونکي بورډ له سپارښتنو سره سمون نه خوري، دا امر ردېږي".

په دغه امر کي د هېواد د ملي امنیت د خوندیتوب لپاره د یوې موضوع د رپوټولو لپاره د اصولو او قواعدو د ټاکلو غوښتنه شوې.

د پوځ د دغه ګام په غبرګون کې یې د کورنیو چارو وزیر چودري نثار غلي خان وویل، چې د اصلي امر جاري کولو ته وخت شته.

ښاغلي نثار دا هم ویلي، چې د دغه فرمان جاري کول د کورنیو چارو وزارت کار دی، نه د پوځ.

د انځور حقوق TWITER
Image caption د نواز شریف د امر په تړاو د پوځ ټویټ.

د پوځ او حکومت ترمنځ وروستۍ پېښې په خواله رسنیو کې شور جوړ کړی.

شنونکي هم د پوځ څرګندونې نامناسبې او د دود خلاف بولي

د پاکستان د مسلېم لیګ او ولسي جرګې پخوانی غړی ایاز امیر وايي، دا پېښه د پوځ او حکومت ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدلو په مانا ده: "ښايي پایله یې هم د پاناما سندونو په پلټنه کې روښانه شي چې هلته لومړی وزیر د پوځ له استازو سره مخ کېږي".

ایاز امیر وايي، په تېر کې یې د پوځ له خوا د داسې بیانیو خپرېدل په یاد نه دي. "پوځ حکومتونه پرځولي، خو داسې بیان یې نه دی ور کړی".

د پوځي چارو شنونکی شوکت قادر هم د پوځ دا ګام نامناسب او د پوځ او حکومت ترمنځ د اړیکو د خرابېدلو په مانا بولي.