ژوبڼ کې د ژوو د مشکوکې مړینې په اړه څېړنې

د انځور حقوق EPA
Image caption ګوستاویتو څه باندې دوې اونۍ ناروغ و

د السلوادرو څارنوالانو په ملي ژوبڼ کې د یوې ځوانې بیزو او یوه وحشي ژوي د مشکوکې مړینې په اړه یې څېړنه پیل کړې ده.

دوی روانه اونۍ کې د دغه هېواد په ملي ژوبڼ کې مړه شوي وو.

څارنوالان شک لري چې ګني دغه ژوي ښايي د ژوبڼ د مسؤولانو د بې غورۍ له کبله ناروغان شوي او مړه شوي وي.

پاکستان ته وړل کېدونکي زمریان کابل ژوبڼ ته وړل شوي

د هند یوه ژوبڼ کې پړانګ زده کونکی وژلی

په دې څېړنه کې د هغه یوه ځنګلي خره د مړینې په اړه هم ارزونه کېږي، چې د روانې میاشتې لومړی کې په همدې ځای کې مړ شوی و.

تر دې وړاندې په تېره جنورۍ کې د السلوادور ملي ژوبڼ کې د ګوستاویتو په نوم د اوبو یو اس هم مړ شوی و، چې په السلوادرو کې او بهر کې یې غوسه راپارولې وه.

جعلي تورونه

په لومړي سر کې اړوند مامورینو وویل، د اوبو دغه اس د ناپېژاندو بریګرو له خوا ټپي کړل او تر مرګه وهل شوی.

له پېښې وروسته د ژوبڼ مشر ولادلېن هېرناندز وویل، باور نه کوي چې کارکوونکي یې پر دې مړینه کې لاس لري.

وروسته پولیسو د ژوبڼ له کارکوونکو پوښتنې پیل کړې، چې د برید لپاره دغه ژوبڼ ته څوک ننوتلي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption فبرورۍ کې د اوبو د اس مړینې خلک په غوسه کړل

خو وروسته څارنوالانو وویل، دغه ژوی د ناسمې پالنې او بې غورۍ له کبله مړ شوی.

د حکومتي څارنوال ماریو سلازار په یوې مفصلې څېړنې کې ویل شوي چې احتمالاً د اوبو اس د خونریزۍ له کبله مړ شوی وي، یا یې له سږو وینه بهېدلې.

له مړینې وړاندې دغه حیوان ټیک ۱۷ ورځې ناروغ و.

فیل ولې لږ ویدېږي؟

اړونده مطالب

ورته مطالب