څېړنه: ډېری تنکي ځوانان له خپل ژونده خوښ دي

د انځور حقوق Getty Images

د زده کوونکو د روغتیا په اړه یوه نړیواله څېړنه وايي ډېرو ۱۵ کلنو ځوانانو ویلي له خپل ژونده خوښ دي.

د اقتصادي همکارۍ او پرمختیا سازمان رپوټ موندلې چې په منځنۍ توګه د صفر او ۱۰ ترمنځ د خوښۍ کچه ۷،۳ وه.

د برتانیې د تنکیو ځوانانو د خوښۍ کچه له منځنۍ اندازې ټیټه او ۷ ته رسېدلې.

خو د ډېرو ځوانو خلکو لپاره د ښونځیو د ازموینو او د خپلو همزولو لخوا د ځورونو په اړه اندېښنه هم یوه ستونزه ده. او د انټرنیټ ډېر کارولو له امله ډېر زلمیان د یوازیتوب احساس کوي او له خپل ژونده ډېر راضي نه وي.

د دې څېړنې موندنې په نړیواله کچه له ۵۴۰،۰۰۰ زده کوونکو سره د مرکو پربنسټ راټولې شوې.

هغوی په ۲۰۱۵ کال کې د ساینس، ریاضي او لوستلو په برخه کې د اقتصادي همکارۍ او پرمختیا د سازمان یوه ازموینه چې د پیسا په نامه یادېږي هم ترسره کړې وه.

دغې څېړنې د اقتصادي همکارۍ او پرمختیا د سازمان په ۴۸ غړو هېوادونو کې د ژوند د خوښۍ په کچې کې ستر توپیرونه موندلي.

د خوښۍ تر ټولو لوړه کچه په ډومینیکان جمهوریت کې (۸،۵)، مکسیکو (۸،۳)، او کوسټاریکا (۸،۲) موندل شوې، په داسې حال کې چې په آسیايي هېوادونو لکه کوریا (۶،۴)، هانګ کانګ(۶،۵)، مکاو(۶،۶) او تایوان (۶،۶) کې د خوښۍ ټیټې کچې موندل شوي دي.

له ژونده د راضیتوب له پلوه بریتانیا (۷) په ۳۸ ځای لري، په داسې حال کې چې په ځینو نورو هېوادونو کې دا حالت ښه دی لکه روسیه (۷،۸)، بلغاریا (۷،۴) او ایسټونیا(۷،۵).

څېړنې موندلې چې نجونو او محرومیت ځپلو زده کوونکو د هلکانو او هغو زده کوونکو پرتله چې محرومیت ځپلي نه وو له ژونده د خپل رضایت یا خوښۍ کچه اکثرا ټیټه ښودلې.

د بریتانیا ۱۵ کلن

  • د صفر او ۱۰ ترمنځ له ژونده د خوښۍ کچه، د بریتانیا په ځوانانو کې ۷ ده، په داسې حال کې چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې (۷،۴)، فرانسې کې (۷،۶)، جرمني کې (۷،۴) او آیرلینډ کې ( ۷،۳) ده.
  • د بریتانیا ۷۲ سلنه تنکیوځوانانو/ زده کوونکو ویلي له ازموینو وړاندې ډېر تشویش کوي- ان که ښه چمتو هم وي
  • نژدې په هرو څلورو کې یو تن (۲۴ سلنې) ویلي لږ ترلږه هره میاشت څو ځلي د خپلو همزولو لخوا ځورول شوي
  • تقریبا ۱۵ سلنې ویلي نورو ورباندې ملنډې وهلي او پنځه سلنې ویلي هره میاشت لږ ترلږه څو ځلي وهل شوي یا ټیل وهل شوي
  • له ژونده د راضیتوب/ خوښۍ د نسبتا لوړې کچې سره سره، د همزولو لخوا ځورول کېدل د ډېری تنکیو ځوانانو یوه لویه ستونزه وه، ډېرو ویلي چې ځورول شوي دي.
  • په منځنۍ کچه د اقتصادي همکارۍاو پرمختیا سازمان په غړو هیوادونو کې، نژدې ۱۱ سلنه تنکیو ځوانانو ویلي اکثرا پر دوی ملنډې وهل شوي، ۷ سلنې د یوازیتوب احساس کړی او ۸ سلنه د ځورونکو اوازو له امله ځورول شوي.
  • تقریبا ۴ سلنې زده کوونکو- چې د اټکل له مخې په هر ټولګي کې یو کس کېږي- ویلي، هره میاشت لږ ترلږه څو ځلې وهل شوي یا ټیل وهل شوي دي.

خو د اقتصادي همکارۍ او پرمختیا سازمان څېړنې موندلې چې په هغو ښونځیو کې چې زده کوونکو له خپلو ښوونکو سره مثبتې اړیکې درلودې د همزولو لخوا د ځورونو پېښې کمې وي.

د انځور حقوق Getty Images

د ازموینو فشار هم یوه ستونزه وه، ۵۹ سلنه زده کوونکي وايي اکثرا یې اندېښنه د رلوده چې ازموینه به سخته وي او ۶۶ سلنه وايي د ټیټو نمرو د ترلاسه کولو په اړه اندېښمن وو.

د اقتصادي همکارۍ او پرمختیا سازمان په غړو هېوادونو کې، تقریبا ۵۵ سلنه زده کوونکو ویلي له ازموینو وړاندې يې ډېر تشویش کاوه، ان که ښه چمتو هم وو.

د هلکانو پرتله د نجونو تشویش ډېر و، په ټولو ۷۲ هېوادونو کې نجونو ویلي د هلکانو پرتله يې د ښوونځي په تړاو فعالیتونو په اړه اندېښنه ډېره وه.

د انټرنیټ ډېر کارول

رپوټ موندلې چې زده کوونکو له ښوونځي وروسته په منځنۍ توګه هره اوونۍ له ۲ ساعتو ډېر وخت پر انټرنیټ تېراوه او د اوونۍ د رخصتۍ پر ورځو يې هره ورځ ان له ۳ ساعتو ډېر انټرنېټ کاراوه.

ډېری زده کوونکو ویلي انټرنیټ د دوې لپاره د معلوماتو ترلاسه کولو یوه ښه سرچینه ده او له نیمايي ډېرو ویلي کله چې به یې انټرنیټ ښه نه و خواشيني به وو.

ډېری هغو زده کوونکو چې له ښوونځي وروسته به یې د اوونې په ورځو کې له ۶ ساعتو ډېر انټرنیټ کاراوه ویل چې له خپل ژونده راضي نه دي یا په ښوونځي کې د یوازیتوب احساس کوي.

د انځور حقوق Getty Images

هغه زده کوونکي چې انټرنیټ به یې ډېر کاروه د هغو پرتله چې لږ ساعتونه به یې کاراوه په ساینسي مضمونونوکې ستونزې درلودې.

دغې څېړنې موندلې چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کلونو په منځ کې، له ښوونځي بهر د زده کوونکو لخوا د انټرنیټ د کارولوساعتونو شمېر هره ورځ لږ ترلږه ۴۰ دقیقې ډېر شوی.

څېړنې دا پايله اخیستې، هغه تنکي ځوانان چې ځان یې د ښوونځي د ټولنې یوه برخه ګڼلو او د خپلو والدینو او ښوونکو سره يې ښې اړیکې درلودې په خپلو زده کړو کې تر نورو تکړه او له خپل ژونده راضي او خوښ وو.

څېرونکو دا هم موندلې هغو زده کوونکو چې احساس یې کاوه ښوونکي ورسره مرسته کوي او د دوی له زده کړو سره دلچسپي لري، ۱،۳ ځله یې ډېر د نورو پرتله ښوونځي سره د تړاو احساس کاوه.

هغه زده کوونکي چې والدینو یې ورسره پرلپسې ډول خبرې اترې کولې په ساینسي مضمونونو کې د ښوونځي د کال دوه پر درېیمه برخه له نورو مخکې وو.