د امريکا فلمي ستوري پاټريک جاکټ په ۶۲۵۰۰ ډالرو وپلورل شو

د انځور حقوق PA
Image caption له څرمنې جوړ دغه جاکټ یوه داسې کس اخیستی چې خپل نوم یې یوازې ګلن ښوولی

د امريکايي فلمي ستوري پاټريک سويزي د څرمنې يو زوړ جاکټ چې د ډیرټي ډانسنګ په نامه فلم کې یې اغوستی و په مزايده کې په ۶۲۵۰۰ ډالر وپلورل شو.

د نوموړي فلمي ستوري ګڼ نور توکي او جامې هم وپلورل شوې. دا هغه توکي او جامې وي چې پاټریک سویز په فلمونو کې اغوستې او کارولي وو.

د ټايټانېک بېړۍ د يوې المارۍ کلۍ په ۱۰۰ زره ډالره وپلورل شوه

د ډونلډ ټرمپ فراري لیلام شو

'ګلابي ستوری' نومي الماس د ۷۱ میلیونه ډالرو بدل کې

پاټریک سویزي په ۲۰۰۹ کال کې د ۵۷ کالو په عمر د سرطان ناروغۍ له امله مړ شو.

د نوموړي کونډه لیسا نیمي وايي د مېړه د توکيو او جامو د پلورلو له امله هم خوښه او هم خپه ده. دا وايي د هر توکي له پلورل کېدو سره یو څه خپګان هم ملګری وي ځکه چې د میړه یادونه یې ورسره تړلي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امريکايي فلمي ستوري پاټریک سویزي په ۲۰۰۹ کال کې د ۵۷ کالو په عمر د سرطان ناروغۍ له امله مړ شو.

له څرمنې جوړ دغه جاکټ یوه داسې کس اخیستی چې خپل نوم یې یوازې ګلن ښوولی. د پاټریک سویزي وریرې د هغه د توکو له لیلامولو سره مخالفت درلود خو په لاس انجلس کې دغه جامې وپلورل شوې.

دانیال سویزي وايي دا د کورنۍ ګرانه بیه توکي وو او دا یې د کاکا د ښځې پر مخ سپړه ده چې دا توکي پلورل کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب