ټرمپ بیا شمالي کوریا ته د اټومي پروګرام پرېښودو خبرداری ورکړی

ټرمپ د انځور حقوق Reuters

ولسمشر ټرمپ وايي که شمالي کوريا له خپل اټومي پروگرام څخه لاس وانخلي نو پرضد يې پوځي گام نه ردوي.

د امريکا ولسمشر چې په يوې ټلويزيوني مرکې کې دا څرگندونې کولې خبردارى ورکړ چې په دغه راز يوه جگړه کې ښايي ميليونونه انسانان ووژل شي.

هغه هيله وښووله چې چين به شمالي کوريا وهڅوي چې له خپلو اټومي موخو لاس په سر شي.

+ ډونلډ ټرمپ: له شمالي کوریا سره لویه کشاله پېښېدلی شي

امریکا ته د شمالي کوریا خبرداری: د اټومي برید ځواب ته چمتو یو

د ولسمشر ټرمپ دا وروستۍ څرگندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ ترينگلتيا لا ډېره شوې او ان په سيمه کې يې ژورې اندېښنې را ټوکولي.

ولسمشر ټرمپ د امريکا له سي بي اس ټلويزيون سره په مرکه کې وويل د شمالي کوريا له لوري د وسلې بله آزموينه به د منلو نه وي:

"زه به خوشحاله نه يم، که هغه بله اټومي آزموينه وکړي نو زه به پرې خوشحاله نه يم. او زه تاسو ته دا هم ويلى شم چې د چين ولسمشر چې ډېر يې درناوى کېږي، هغه به هم خوشحاله نه وي."

ښاغلي ټرمپ د مرکوال دا پوښتنه چې آيا "خوشحاله به نه وي" د پوځي اقدام په مانا ده؟ داسې ځواب کړه: "زه نه پوهېږم، موخه مې دا ده چې هغه مهال به بيا گورو."

ښاغلي ټرمپ د شمالي کوريا توغنديزو آزموينو د پرله پسې ناکامۍ په تړاو چې آيا د امريکا لاس يې تر شا دى او که څنگه؟ وويل: "نه غواړي هر پورته شوى او يا پورته کېدونکى گام وار له مخه اعلان کړي".

نوموړي روان حالت د شطرنج لوبه وبلله او په وينا يې غوره نه گڼي چې په دې تړاو يې نور په فکر او اند پوه شي.

د امريکا ولسمشر خپل کوريايى سيال "کېم جونگ اون" يو ځيرک کس وباله چې په وينا يې په ځوانۍ کې واک ته رسېدلى او د خپلۍ واکمنۍ د ساتلو لپاره له خورا پياوړو جنرالانو سره لاس او گريوان و.

باور دى چې شمالي کوريا هڅه کوي خپل اټومي سروکي واړه او په داسې اوږد واټنو توغنديو کې يې ځاى پر ځاى کړي چې امريکا ته د رسېدو وړتيا ولري.

د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ ناندريو يو ځل بيا هغه مهال زور واخيست چې امريکا خپله يوه جنگي بېړۍ سيمې ته ولېږله، او وروسته يې له سويلي کوريا سره پوځي تمرينونه او په دغه هېواد کې د توغندي ضد سيستم لگول پيل کړل.

شمالي کوريا توغنديزې آزموينې وکړې او د شپږمې اټومې آزموينې گواښ يې هم کړى.

چين پر دواړو غاړو د زغم غږ کړى او د ترينگلتيا کابو کولو لپاره هم سترگې چين ته اوړي ځکه يواځنى هغه هېواد دى چې شمالي کوريا سره ډېر نژدې بلل کېږي.

+ جاپان د کوریا ټاپووزمې ته جنګي بېړۍ لېږلې

+ شمالي کوریا 'بالیستیک توغندی ازمویلی'