جاپان د کوریا ټاپووزمې ته جنګي بېړۍ لېږلې

د انځور حقوق AFP
Image caption د جاپان د "ایزومو" جنګي بېړۍ ارشیفي انځور

جاپاني رسنۍ وايي، دغه هېواد د یوې امریکايۍ بېړۍ د مرستې لپاره د کوریا ټاپوزمې ته خپله ستره جنګي بېړۍ استولې ده.

د راپورونو پر بنسټ، د جاپان "ایزومو" نومې هلیکوپټر لېږدوونکې بېړۍ به له هغې "کارل وینسون" نومې امریکايۍ بېړۍ سره ملګرې شي، چې په کوریا ټاپوزمه کې (کوچنیو) جنګي بېړیو ته د (سونتوکو) رسولو په ماموریت بوخته ده.

دا ګام د جاپان په قوانینو کې د وړمکال تر بدلونونو وروسته، چې له مخې یې د دغه هېواد د پوځ رول ډېر شوی، اخیستل کېږي.

جاپان په ۲۰۱۵ کال کې د یادو بدلونونو د عملي کېدو خبره وکړه.

'د شمالي کوریا ډیپلومات د کیم جونګ نام وژنه کې لاس لري'

د شمالي کوریا مشر ته له ایرانه ډالۍ!

مخالفان وايي، یاد بدلونونه یې د هېواد له سوله پالي اساسي قانون سره په ټکر دي.

د کوریا ټاپوزمې ته د جاپان جنګي بېړۍ تر هغه وروسته لېږل کېږي چې په دغه ټاپووزمه کې د شمالي کوریا د توغندي جوړولو هڅو پر سر جنجالونه مخ پر زیاتېدو دي.

شمالي کوریا ګواښ کړی چې په سیمه کې به د امریکا یوه جنګي بېړۍ (فلوټیلا) او یو اوبتل له منځه یوسي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څه موده وړاندې په ټینګار ویلي و، هېواد یې چمتو دی چې د شمالي کوریا له اټومي ګواښ سره یوازې ډغرې ووهي.

تر څنګ یې ښاغلي ټرمپ د جاپان لومړي وزیر شینزوابي ته ډاډ ور کړی چې د شمالي کوریا د ګواښونو پر وړاندې به له جنوبي کوریا او جاپانه ملاتړ وکړي.

ورته مطالب