"که په اروپايي ټولنه کې سمون رانه شي، فرانسه ترې وځي"

د انځور حقوق AFP
Image caption د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو به د مۍ په اومه تر سره شي.

د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند مانوېل مکرون بي بي سي ته ویلي، اروپايي ټولنه باید یو لړ بدلونونه ومني، که نه شونې ده د فرانسې له وتلو(فریکزیټ) سره مخامخ شي.

له اروپايي ټولنه د بریتانیا د وتلو چاره په (بریکزیټ) پېژندل کېږي.

ښاغلي مکرون ویلي: "زه د اروپايي (ټولنې) پلوی یم. په ټولو ټاکنیزو منډو ترړو کې مې پر اروپايي سیاستونو ټنیګار کړی، ځکه چې زه باورمن یم دغه ټکي زما د هېواد او خلکو لپاره اړین دي. "

د فرانسې ټاکنې؛ مکرون او لوپن لومړي پړاو ټاکنې وګټلې

لوپن ولسمشرۍ ته د ګوند مشري پرېږدي

نوموړي زیاته کړې، وضعیت ته باید وګورو او خلکو ته غوږ ونیسو. په دې باید پوه شو چې د خلکو د صبر کاسه ډکه شوې، ځکه چې نور د اروپايي ټولنې "شل کېدل" د دوام وړ نه دي. که د اروپايي ټولنې چارې همداسې وي، نو مخ ته تګ به ور سره خیانت وي: " تر ولسمشر کېدو وروسته مې ژمنه دا ده چې د اروپايي ټولنې د ژور سمون او همدارنګه اروپايي پروژې هممهاله پر مخ یوسم. "

د نوي جوړ شوي سیاسي ګوند (مخ پر وړاندې) نوماند مانوېل مکرون او د ملي ګوند نوماندې مارین لوپن د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې بریا ته ورسېدل.

د انځور حقوق EPA
Image caption اغلې لوپن ټول تمرکز پر اروپايي ټولنې ضد احساساتو ور ټول کړی

د دواړو نوماندانو له ډلې به د فرانسې ولسمشر راتلونکی اونۍ د مۍ په (۷مه) وټاکل شي.

د هغه سیالې اغلې لوپن د رایه اچوونکو د پام خپلولو لپاره ټول تمرکز پر اروپايي ټولنې ضد احساساتو ور ټول کړی او ژمنه یې کړې چې له واک تر لاسه کولو سره سم به په اروپايي ټولنه کې د فرانسې د پاتې کېدو او وتلو په اړه ټولپوښتنې ته لاره هواره کړي.

اړونده مطالب