هند کې د تاوتریخجنو مېړونو ډبولو لپاره ناوو ته د لرګي بېټ ډالۍ

روانه اونۍ نژدې ۷۰۰ ناوو ته په یوه ډله ییز واده کې بېټونه ورکړل شول. د انځور حقوق Getty Images
Image caption روانه اونۍ نژدې ۷۰۰ ناوو ته په یوه ډله ییز واده کې بېټونه ورکړل شول.

هند کې د ډله ییز واده په مراسمو کې ناوو ته د لرګیو بېټونه ورکړل شوي چې که مېړونه یې له دوی سره ناسم چلند وکړي نو د وسلې په توګه دې وکاروي.

پر دغو نژدې ۴۰ سانتي متره اوږدو بیټونو د "مستانو پرضد کارونې لپاره" پیغامونه لیکل شوي. دا ډول لرګي معمولا په هند کې ښځې د کالیو وینځلو پرمهال کاروي.

د مادیا پردېش ایالت یوه وزیر ګوپال بارګاوا وایي، ددې کار هدف یې دا و چې د کورنۍ تاوتریخوالي مساله راپورته کړي. هغه ښځو ته وویل، د بېټونو له ګوزار وړاندې دې هڅه وکړي چې خپل مېړونه په خبرو پوه کړي.

خو که مېړونو یې خبرو ته غوږ نه نیوه، نو بیا دې دغه پلن لرګي ورپسې راواخلي - چې د موګري په نوم یادېږي او معمولا د خېرنو جامو وینځلو پرمهال کارېږي - "او خبرو ته دوام ورکړئ."

پر الکولي مشروباتو د لګښت سپما

ښاغلی بارګاوا پر خپلې فیسبوک پاڼې د ناوو انځورونه خپاره کړي چې د لرګیو بېټونه ورسره لیدل کېږي.

هغه فرانس پرس اژانس ته ویلي چې د یو شمېر کلیوالو ښځو په تړاو اندېښمن دی چې د الکول څښوونکو مېړونو له تاوتریخوالي سره مخامخې دي.

د انځور حقوق GOPAL BHARGAVA FACEBOOK PAGE
Image caption پر دغه بېټ لیکل شوي "دا د شرابیانو اصلاح کولو لپاره یوه تحفه ده"

"ښځې وایي، کله چې ددوی مېړونه الکول څښي نو تاوتریخجن کېږي. ددوی سپما شوې پیسې پر الکول لګېږي او دغه ډول پر سیند لاهو کېږي."

"هدف دا نه دی چې ښځې وپارول شي او یا تاوتریخوالي ته وهڅول شي، بلکې بېټ ددې لپاره دی چې د تاوتریخوالي مخه ونه نیسي."

ښاغلي بارګاوا چې د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي د ګوند باراتیا جاناتا ګوند غړی دی وایي، ده په ټولیز ډول د ۱۰ زره بېټونو فرمایش ورکړی دی.

روانه اونۍ نژدې ۷۰۰ ناوو ته په خپل پلرني ښار ګارهاکوتا ښار کې په یوه ډله ییز واده کې دغه بېټونه ورکړل شول.

هند کې د بېوزلو کسانو د لاسنیوي لپاره ډله ییز ودونه ترسره کېږي او ددې مراسمو لپار له هغوی هېڅ پیسې نه اخیستل کېږي.

سیمه ییزې رسنۍ وایي، دا کار د راتلونکي کال تر ټاکنو وړاندې دولت ته د خلکو ملاتړ جلبولو په هدف ترسره کېږي.

اړونده مطالب