حماس انتقالي فلسطیني دولت منلو ته غاړه اېښې

خالد مشعل (ښۍ خوا ته) قطر کې د حماس نوی منشور اعلان کړ د انځور حقوق AFP
Image caption خالد مشعل (ښۍ خوا ته) قطر کې د حماس نوی منشور اعلان کړ

فلسطینۍ وسله والې ډلې، حماس، په لومړي ځل د اسرايیلو پر وړاندې دریځ کې یو څه نرمښت راوستی او د یوه انتقالي فلسطیني دولت منلو ته یې غاړه ایښې ده.

دغه غورځنگ په خپله تگلاره کې له ١٩٦٧ م کال وړاندې فلسطيني پولو او د دوو منځمهالو دولتونو حل لارې منلو ته چمتو والى ښوولى، خو وايي اسراييل به بيا هم په رسميت نه پېژني.

د حماس مشر خالد مشعل د نوې تگلارې اعلانولو پرمهال وويل غورځنگ يې له يهودانو سره نه بلکې د نيواک گرو پر وړاندې جگړه کې ښکېل دى.

اسرائیلو لوېدیځه تراډه کې د حماس یو مشر نیولی

مصري محکمه: حماس "ترهګره ډله" نه ده

"حماس په دې اند دى چې زموږ مبارزه د صهيونستي نيواک او د صهيو نستانو د هڅو پر وړاندې ده، نه يهودانو او يا د يهودي دين پر وړاندې. حماس د صهيونستي نيواک او د نيواک گرو پر ضد مبارزه کوي."

خو اسراييلو د حماس نوې تگلاره بابېزه بللې او د لومړي وزير بنيامېن نتنياهو وياند ډېوېد کېېز وايي حماس دغه گام د نړۍ تېر اېستلو لپاره پورته کړى:

"د حماس موخه په څرگنده دا ده چې غواړي ورباندې شته ځينې نړېوال فشارونه کم شي. دوى اصلا" نړۍ تېر باسي او غواړي ووايي موږ هومره بد نه يو لکه تاسو چې فکر کوئ. خو کله چې پر الاقصى او حماس ټلويزيونونو، جوماتونو، او ښوونځيو کې په عربي ژبې خپلو خلکو ته د هغوى ويناو ته وگورئ نو هره ورځ پر هغوى د اسراييل ويجاړولو غږ کوي. هر ورځ د يهودانو د ټولوژنې غږ کوي. د نړۍ د تېر اېستلو دا هڅه کارنده نه پرېوځي."

حماس له ١٩٨٨ م کال راهيسې چې دغه غورځنگ رامنځته او منشوريې اعلان شوى، په لومړي ځل دغه راز يوه تگلاره اعلان کړې.

د انځور حقوق AFP
Image caption حماس له ١٩٨٨ م کال راهيسې چې دغه غورځنگ رامنځته او منشوريې اعلان شوى، په لومړي ځل دغه راز يوه تگلاره اعلان کړې.

د حماس په منشور کې د يهودانو ضد جگړې هڅونه او اخوان المسلمين د دغه غورځنگ د الهام سرچينه په گوته شوې ده.

خو په نوې تگلاره کې د اخوان المسلمين نوم نه دى ياد شوى او ويل شوې چې د دوى مبارزه د يهودانو پر وړاندې نه بلکې د صهيونيستو نيواکگرو پرضد ده. ډېرى په دې باور دي چې حماس هڅه کوي له دې سره نړېوالو ته د ځان يو منځلارى انځور وړاندې کړي.

اخوان المسلمين په مصر کې ناقانونه اعلان شوى گوند دى او حماس د دغه گوند د نوم له نه يادولو سره هڅه کوي د مصر په گډون له ځينو نورو عربي هېوادونو سره خراب شوي اړيکي بيا ورغوي.

مشعل وايي حماس مشروط اوربند مني

د حماس د نوې تگلاره په داسې حال کې مخې ته راځي چې ټاکل شوې د فلسطين د کورواکې ادارې مشر د روانۍ اوونۍ په وروستيو کې په سپينه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره وگوري.

د انځور حقوق EPA
Image caption ښکاري چې د حماس مشران له مصر او نورو عرب دولتونو سره خپل اړیکي ښه کړي

اړونده مطالب