کرزی او عبدالله د خبرو لپاره پاکستان ته ځي

د انځور حقوق ARG
Image caption د مګړۍ اسلام اباد له سختو فشارونو سره مخ دی. هره لحظه د دې امکان شته چې امریکا یې پر وړاندې یو نا اټکل کېدونکی اقدام وکړي.

ډان:

پاکستان چاپې ډان ورځپاڼې افغانستان ته د پاکستان پارلماني استازو وروستي سفر په تړاو مطلب خپور کړى او وايي د پلاوي غړو خوښي څرگنده کړې چې په افغانستان کې دوى ته تود هرکلى ويل شوى.

د اسلام آباد له پيغامه د کابل مشروط هرکلی

د پاکستان د پارلمان مشر اياز صادق ويلي افغان مشرتابه او افغانانو له پاکستاني پلاوي سره په ډېر درناوي چلند وکړ.

ورځپاڼه ليکي، د پاکستان د ملي شورا له دواړو جرگو جوړ دغه ١٥ کسيز پلاوى د افغان ولسمشر په بلنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترينگلتيا کمولو په موخه کابل ته ورغلى و.

ښاغلي صادق ويلي ولسمشر غني سره يې مخامخ پنځه ساعته سپينې خبرې کړي او دۀ په افغان مشرتابه او افغان ولسي جرگې په غړو کې پاکستان سره د ښو اړيکو لېوالتيا کتلې.

د پاکستان پارلمان د مشر په وينا افغان مشرتابه ورسره ژمنه کړې چې پخوانى افغان ولسمشر حامد کرزى او اجرايیه رييس عبدالله عبدالله به ډېر ژر پاکستان ته ورشي او د خبرو اترو ځنډېدلى بهير به بيا پيل شي.

هندوستان ټايمز:

هندۍ ورځپاڼې "هندوستان ټايمز" د هند او ترکيې هغه گډه وينا پاڼه مهمه بللې چې په ډيلي کې د ولسمشر رجب طيب اردوغان او لومړي وزير نرېندرا مودي ترمنځ له خبرو اترو وروسته خپره شوې.

مودي او اردوغان د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption مودي او اردوغان د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ بندولو لپاره د ټینګ هوډ غوښتنه کړې

په وينا پاڼه کې د ترهگرۍ پر وړاندې جگړه کې دوه مخې تگلاره غندل شوې.

وينا پاڼې کې راغلي چې ولسمشر اردوغان او لومړي وزير مودي له ټولو هېوادونو په ټينگه غوښتي چې د ترهگرو ډلو، د هغوى د مالي ملاتړ او پر پولو د تگ راتگ مخنيوي لپاره رښتونې هڅې وکړي.

واشنگټن پوست:

واشنگټن پوست په يوه خپاره کړي مطلب کې ويلي د ولسمشر ټرمپ له لوري د ځينو زورواکو مشرانو ستاينې د بشري حقونو فعالين اندېښمن کړي.

ورځپاڼه وايي واک ته له رسېدو سره مستبدو مشرانو لپاره د ښاغلي ټرمپ لېوالتيا اوس يواځې ولسمشر پوتين پورې محدوده نه ده پاتې، بلکې نور ډېر زورواکي مشران د هغه د خوښې وړ گرځېدلي.

د انځور حقوق .

ورځپاڼې د ښاغلي ټرمپ له لوري د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي، د ټايلند لومړي وزير پرېوت چنوچا، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان او د فلېپين ولسمشر رودريگو دوتېرتې ستايل کېدو او يا هغوى سره د کتلو لپاره د نوموړي لېوالتيا څرگندولو ته اشاره کړې.

نيويارک ټايمز وايي ولسمشر ټرمپ له دغو مشرانو سره يو په بل پسې اړيکي ښه کړي او دا د ولسمشر اوباما د واکمنۍ د مهال له هغه دريځ سره په توپيرکې دي چې د مستبدو مشرانو د گوښي کولو پر محور چورلېدۀ.

ورته مطالب