د نړۍ تر ټولو پاخه عمر لرونکی '۱۴۶' کلنۍ کې ومړ

ګوتو بابا به د جنګونو او استعمار د وختونو کیسې کولې د انځور حقوق EPA
Image caption ګوتو بابا به د جنګونو او استعمار د وختونو کیسې کولې

د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر لرونکی سړی چې ګومان دی ۱۴۶ کلن دی، د اندونیزیا په جاوه ټاپو کې له نړۍ کوچېدلی دی.

یاد سړی سودیمجو نومېده چې خلکو به "ګوتو بابا" باله او اټکل دی چې ۱۸۷۰ کال کې زېږېدلی دی.

اندونیزیا د خپلو وګړو د عمرونو د ثبت چاره په ۱۹۰۰ کال پیل کړه، هغوی چې له یادې نېټې مخکې زېږېدلي، د عمر د کره نېټې په معلومولو کې یې تېروتل شوني دي.

د ۸۹ کلنې ډاکټرې عملیاتو کې یو ناروغ هم نه دی مړ شوی

د نړۍ تر ټولو ډېر عمر ښځه د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوه

اندونیزیايي چارواکي وايي، له ګوتو بابا سره د شوې مرکې او له هغه سره د موجودو شواهدو له مخې، دوی ډاډه دي چې د نوموړي د زېږېدو نېټه سمه ده.

د ګوتو بابا روغتيايي وضعیت د اپرېل په دولسمه خراب شو، شپږ ورځې په روغتون کې بستر و او بیا پخپله خوښه له روغتونه کور ته یووړل شو.

لمسی (سوایانتو) یې وايي، نېکه یې په کور کې یوازې څو کاشوغې پیرني خوړلې او اوبه یې څښلې دي: " کله چې له خوراک او او څښاکه را ولوېد، نو ومړ. "

Image caption بي بي سي تېر کال له ګوتو سره وکتل

ګوتو بابا تېر کال له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي وو، د اوږده عمر راز یې په زغم او دې کې دی چې خپلوانو یې نازولی دی.

تر ټولو د ډېر عمر بوډۍ خپله ۱۱۶ کلیزه لمانځي

ګوتو بابا به د ژوند تر اخره پرېمانه سیګرټ وهل. په کلي کې په درنه سترګه ورته کتل کېدل او د جاپان او هالینډ د استعمار د وختونو کیسې یې د خلکو په خوله دي.

د انځور حقوق Fajar Sodiq
Image caption ګوتو نکل کوونکی و چې د جاپاني او هالنډي جنګیالیو کیسې یې کولې

هغه د خپلو څلور مېرمنو، ۱۰ خویندو او ورونو او ټولو اولادونو مرګ پخپلو سترګو لیدلی دی.

سوایانتو وايي، د دوشنبې په ورځ یې نېکه په هغه قبر کې خاورو ته وسپاره چې کلونه وړاندې یې پېرلی و او د کور مخې ته پرته ډبره مو هم د هغه پر قبر ور کېښوده: " له موږه یې ډېر څه و نه غوښتل، له مرګ مخکې یې ویل چې اجازو ور کړو نور لاړ شی. "

که خپلواکې سرچینې د ګوتو بابا عمر تایید کړي، نو هغه به د یوویشتمې پېړۍ د اوږده عمر لرونکي انسان ریکارډ خپل کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب