اونایل: ما اسامه څنګه وواژه

بارک اوباما او د بهرنیو چارو وزیره هېلیري کلنټن د امریکا د ملي امنیت له مشرانو سره د اسامه بن لادن د وژل کېدو عملیات ګوري د انځور حقوق .
Image caption بارک اوباما او د بهرنیو چارو وزیره هېلیري کلنټن د امریکا د ملي امنیت له مشرانو سره د اسامه بن لادن د وژل کېدو عملیات ګوري

د امریکا د سمندري ځواک پخواني سرتېري رابرت اونایل چې د اسامه بن لادن د وژلو په عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه، په خپل نوي چاپ شوي کتاب کې د اسامه بن لادن د ژوند د وروستیو شېبو کیسه کړې.

اونایل ادعا کوي چې اسامه بن لادن یې دوه ډزه سر ته وویشته او سر یې "دوه پلې" کړ.

د رابرت اونایل کتاب The Operator نومېږي چې په استخباراتي اصطلاح د کار ترسره کوونکي ته وايي. برتانیا کې چاپېدونکې ینډېپنډنت ورځپاڼې د اونایل د کتاب له ډېرو جالبو برخو څو کرښې رااخیستي چې د عملیاتو ژور انځور وړاندې کوي.

القاعده د اسامه وژل کېدو ۶ کاله پس افغانستان کې 'په نشت حساب ده'

ابرت اونایل چې ادعا کوي اسامه بن لادن د ده په مرمیو وژل شوی وايي: "زه ښي لاس ته وګرځېدم او یوې فرشي کوټې ته مې وکتل. اسامه بن لادن دروازې ته نژدې د کټ کښتنۍ خوا ته ولاړ و. تر هغه څه چې ما تصور کاوه جګ او ډنګر و او ږیره یې لنډه او وېښتان یې سپین ول".

او نایل وايي: "د هغه مخې ته یوه ښځه ولاړه وه او لاسونه یې د هغې پر اوږو ول. تر یوې ثانیې هم لنډې مودې کې مې د ښځې تر ښي اوږې پورته نښه ونیوله او ماشه مې دوه ځلې کښېکاږله. د بن لادن سر دوه پلې شو او ولوېد. ما یو بل ځل هم په مرمۍ سر ته وویشت، د ډاډ په پار".

اونایل د هغو حساسو شېبو کیسه هم کړې چې څنګه د امریکا د ځانګړو ځواکونو چورلکې د شپې په تیاره کې د اسامه بن لادن کورته څېرمه پر ځمکه کښېناستې. یوه چورلکه چې سرتېري په کې سپاره ول له ټېټې ارتفاع پر ځمکه ولګېده او سرتېرو یې ونه توانېدل لومړي سر کې له پلان سره سم کورته ننوځي.

اونایل کیسه کوي چې "څو ثانیې وروسته له دې چې مې له چورلکې ټوپ وکړ، د دوه مترو سي-۶ چاودېدونکو تر تړلو وروسته مو زموږ پر وړاندې دروازه والوځوله."

اونایل زیاتوي: "فلزي دروازه داسې څیرې شوه لکه نری قطعی چې خلاص کړې. ترشا یې د خښتو کلک دېوال و. لارخلاصوونکي وویل، دا خو ناکامه شوو (لار بنده ده)، ما وویل، نه ښه خبره ده. ځکه دا د دروغو دروازه ده او په دې معنا ده چې دی هم دلته دی".

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن (منځنی) په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې

اونایل د کیسې په دوام وايي: "کله چې موږ ننوتو، ټولو راته ویل، هې، موږ دلته یو، دا د بن لادن کور دی. موږ تمه نه لرله چې ژوندي دې پاتې شو، خو دا تاریخي کار و او ما غوښتل چې دا کار هم وازمویم".

ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن نړول شوی کور

د اسامه بن لادن په کسټونو کې څه وو؟

ځانګړې ‌ډله د څلور پوړيزې ودانۍ پر لور وخوځېده، په مخه یې چې هر څوک ورتلل، تړل یې.

وروسته بیا معلومه شوه چې په دې کور کې د اسامه بن لادن څلورو مېرمنو او ۱‍۷ اولادونو هم ژوند کاوه.

کله چې زموږ ډله د انګړ پر لور وکټېده، د اسامه بن لادن له مشر زوی په مخه ورغی. ۲۳ کلن خالد په ځمکه ناست و او بیا یې د زینو پر لور منډه کړه.

هغه نه پوهېده چې دا (په کباب کې هډوکي) امریکایان دي. اونایل وايي، ډلمشر یې هغه ته شپېلی وکړ او په عربۍ یې ورته وویل، خالده دلته راشه.

هغه د دېوال کونج ته پټ شو او ویې ویل: (څه؟)

دا د هغه وروستۍ خبرې وې. هغه مو په سر وویشته. مرمۍ یې په تندي ننوته او له څټه یې راووته او خالد را پرېوت.

ښاغلي اونایل د عملیاتو پر مهال د سرتېرو د اندېښنې خبره هم کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وروسته بیا معلومه شوه چې په دې کور کې د اسامه بن لادن څلورو مېرمنو او ۱‍۷ اولادونو هم ژوند کاوه

یوه سړي چې ډزې یې کولې، یوه ښځه یې مخې ته د (ډال په څېر) ودرېده، سرتېرې ملګري ته ور غږ کړل چې په ستونزه کې یم او بیا یې ښځه وویشته.

ښاغلي اونایل وايي، د اسامه بن لادن له وژلو وروسته مې، زبون ووهل شو، لاس او پښو مې کار پرېښود چې یو ملګری مې راغی او راته یې وویل، تا اسامه بن لادن وواژه.

د اسامه بن لادن لاسلیکلې وصیت نامه خپره شوه

د اسامه وژل کېدو کلیزه؛ سي آی اې د عملیاتو جزییات ټویټ کړي

ورته مطالب