امریکایی راک سندرغاړی پر ستېج ومړ

همپټون د څو سندریزو ډلو بنسټګر و. د انځور حقوق Getty Images
Image caption همپټون د څو سندریزو ډلو بنسټګر و.

امریکایی راک سندرغاړی بروس همپټون د خپلې اویایمې کلیزې په ویاړ په جوړو شویو مراسمو کې د سندرو ویلو پر مهال ومړ.

ښاغلی همپټون د دوشنبې په ورځ د امریکا د اتلانتیا ښار په فاکس سالون کې مایکروفون په لاس پر ځمکه پرېوت.

که څه هم نوموړی پر ځمکه ولوېد، خو سندریزې ډلې یې د څو دقیقو لپاره موسیقي وغږوله. هغوی فکر کاوه چې ښاغلي همپټون په لوی لاس ځان پر ځمکه غورځولی دی.

څو شېبې وروسته معلومه شوه چې پر ښاغلي همپټون د زړه سخته حمله راغلې وه. ډاکټرانو د هغه تر لوېدو څو دقیقې وروسته وویل، همپټون مړ شوی دی.

نوموړي له تېرې نیمې لسیزې پر ستیجونو په راک سبک کې سندرې وویلي او همدارنګه یې پخپل ژوند کې څو سندریزې ډلې جوړې کړې.