'هند دې د امریکا په خوله افغانستان کې خپل رول نه لوبوي'

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ښاغلي کرزي ویلي هند ته په کار ده چې خپلو ګټو او د سیمې وضعیت ته په کتو په افغانستان کې رول ولوبوي.

The Hindu

دغې هندۍ ورځپاڼې له مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي سره د مرکې متن خپور کړی. په افغانستان کې د هند د رول په اړه ښاغلي کرزي ویلي هند باید د امریکا په خوله په افغانستان کې خپل رول ونه لوبوي او په کار ده چې هند د افغانستان لپاره خپله کړنلاره ولري او په افغانستان کې لوی رول ولوبوي.

د ده غوښتنه هم همدا وه او اوسني افغان ولسمشر محمد اشرف غني همدا غوښتي دي.

ښاغلي کرزي ویلي هند ته په کار ده چې خپلو ګټو او د سیمې وضعیت ته په کتو په افغانستان کې رول ولوبوي.

واشنګټن پوسټ

د امریکا له نوي ولسمشر څخه د فلسطینیانو د تمې په اړه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یوه مطلب کې ویلي چې فلسطینیان فکر کوي چې ډونلډ ټرمپ کولی شي د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ یو جوړجاړی وکړي.

د فلسطین مشر محمود عباس نن په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر لیدنه لري.

ورځپاڼه زیاتوي چې د ښاغلي ټرمپ په اداره کې هم داسې کسان شته چې د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د روغې جوړې د کولو لپاره لیواله دي چې په پایله کې به یې فلسطینیانو خپل دولت ولري او عربي هېوادونه به اسرائیل په رسمیت وپېژني.

ورځپاڼه د فلسطینیانو د دریځونو لرې والي ته اشاره کوي او زیاتوي چې د اسرائيل لومړي وزیر ویلي دی له محمود عباس په هر ځای کې لیدلو ته تیار دی خو ټینګار کوي چې ښاغلی عباس اسرائیل د یوه یهودي دولت په توګه رسما وپيژني خو وايي محمود عباس دې ته تیار نه دی ځکه د اسرائیلو شل سلنه اوسیدونکي عرب مسلمانان او عیسایان دي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption محمود عباس واشنګټن کې د چارشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر سره لیدنه لري

نیویارک ټایمز

امریکايي ورځپاڼه نیویارک ټایمز په یوه مطلب کې وايي چې د امریکا د ملي امنیت ادارې تېرکال ۱۵۱ ملیونه تلفوني مکالمې اوریدلي ، ورځپاڼه زیاتوي دغه مکالمې د هغه نوي سیستم پر مټ اوریدل شوي چې کانګرس رامنځته کړی.

رأي الیوم

له لندنه خپریدونکې (رأي الیوم) خپرونې د فلسطینۍ ډلې حماس د نوې تګلارې په اړه یو مطلب خپور کړی او په کې لیکل شوي چې په نوې تګلاره کې د اسرائیلو په وړاندې نرم دریځ د اوسنیو شرایطو سره سم پورته شوی، ځکه دغه ډله چې د اسرائیلو په وړاندې د کلک دریځ له امله له ډیرو ننګونو سره مخامخ ده د قطر او ترکیې له خوا له فشارونو سره مخامخ ده او غوښتنه ترې کیږي چې خپل دریځ نرم کړي.

په نوې تګلاره چې په رسنیو کې یې په اړه ډیر مطالب خپاره شوي ویل شوي چې حماس ډلې د پخوا بر خلاف د ۱۹۶۷ کال په سرحد کې د اسرائیلو د دولت منلو ته تیاری ښودلی.

دغه راز د وخت له پلوه هم د دغې کړنلاره په ډاګه کیدل د خپرونې له مخې ارزښت لري ، ځکه په پام کې ده چې نن د فلسطین مشر محمود عباس په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.