د فرانسې کالې کمپ کې اوس هم کډوال شته
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فرانسې کالې کمپ کې اوس هم کډوال شته

یو وخت په کالې کمپ کې نژدې اووه زړه کډوال اوسېدل خو شپږ میاشتې مخکې دغه کمپ وتړل شو.

اوس فرانسوي چارواکي وايي لا هم په دغه بندري ښار کې سل کډوال پاتې دي.

خو یو نوی رپوټ چې بي بي سي لیدلی ښيي چې دا شمېر څلور برابره ډېر دی او وايي ماشومان هم په کې دي او پر سړکونو شپې او ورځې سبا کوي.