مصري د قرآن ۷۰۰ متره اوږدې پاڼې په لاس لیکلې

قرانکریم د انځور حقوق Reuters
Image caption سعد محمد له تېرو دریو کلونو راهیسې د قرانکریم دغې نسخې پر لیکلو بوخت دی

یو مصری سړی، چې رسمي زده کړې یې نیمايي کې پرې ایښی وې، درې کاله کېږي د قرآن کریم یوې داسې نسخې پر لیکلو بوخت دی، چې دی فکر کوي نړۍ کې د قرآن کریم تر ټولو اوږده نسخه ده.

سعد محمد دغه نسخه په قلم لیکي او له سپړل کېدو وروسته یې اوږدوالی ۷۰۰ مترو ته رسېږي.

ښاغلی سعد د قاهرې شمال کې په بیلقینا ښارګوټي کې ژوند کوي او د خپل زیار پایلو ته خورا خوښ دی.

افغان خطاط د قرآن کریم شپږ نسخې په لاس لیکلې دي

نوموړی هیله من دی، چې د ده په قلم لیکل شوی قرآن کریم نسخه به د ریکارډونو نړیوال کتاب 'ګینیز بک اف ورلډ ریکارډز ' کې تر ټولو د اوږدې نسخې په توګه یاده شي.

خو د نوموړي دغه ارمان پوره کېدو لپاره د ده په وینا د لګښت برخه کې مرستې ته اړتیا لري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption سعد محمد چې نه دی توانېدلی رسمي زده کړې بشپړې کړې، یو شمېر کتابونه یې په قلم لیکلي دي.

رویټرز ټلویزیون سره خبرو کې هغه ویلي: ''د دغه قرآن کریم د پاڼو اوږدوالی ۷۰۰ مترو ته رسېږي او څرګنده ده، چې د دې لپاره خورا ډېر کاغذ ته اړتیا ده. له دریو کلونو راهیسې د دغه قرآن کریم د لیکلو لګښت ما پر خپله غاړه اخیستی، خو زه شتمن سړی نه یم، زه ډېره پانګه یا ډېر شته نه لرم. ''

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی سعد وايي، تر اوسه یې د قرآن کریم دغې نسخې لیکلو لګښت پر خپله غاړه اخیستی
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters

اړونده مطالب

ورته مطالب