د برتانيا شهزاده د مېرمنې "لوڅو انځورونو" د خپروونکو محاکمه

کیټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهزاده او مېرمن به یې د محکمې بلې ناستې ته چې د جولای پر څلورمه ده، حاضر نه شي.

فرانسه کې هغه شپږ کسان محکمې ته حاضرېږي، چې د بریتانیا د شهزاده ویلیم او د هغه د مېرمنې کېټ مېډلټون پر خصوصي حریم یې تېری کړی او په ۲۰۱۲ کال یې فرانسه کې د رخصتۍ پرمهال د ډېچ اف کیمبرېچ لوڅ انځورونه خپاره کړي.

شهزاده په یوه ویناپاڼه کې - چې وکیل یې محکمه کې ولوسته - ویلي، فرانسوۍ مجله کې یې د مېرمنې لوڅ انځورونه خپرېدل د "ډېر کړاو او درد" لامل ګرځېدلي.

د بريتانيا شهزاده وېليم او کېټ لور زيږېدلې

شاهي ماشوم: کېټ هلک زېږولی

په ۲۰۱۲ کال د فرانسې په جنوب ختیځ بروفانس کې د د ډېچ کمبرېچ او د هغې د مېړه ویلیم د رخصتیو پرمهال د دې لوڅ انځورونه اخیستل شوي وو.

د فرانسې "کلوزر" مجله کې دغه انځورونه وروسته تر هغه خپاره شوي، چې په "لا بروفانس" ورځپاڼه کې د سمندر په جامو کې د کېټ انځورونه خپاره شول.

عکاسان سیریل موریو او ډومینیک جاکوویدس، چې پاریس کې یې یوې خبري رسنۍ ته کار کاوه، تورن پېژندل شوي چې ولې یې د دوی خصوصي حریم مات کړی دی".

په قضیه کې څلور نور کسان هم تورن پېژندل شوي.

څارنوالۍ له محکمې غوښتي چې تورن باید "لوی غرامت" ورکړي، خو د شهزاده ویلیم او د هغه د مېرمنې کیټ میډلټون وکیل د "زښت ډېر غرامت" غوښتنه کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شهزاده ویلیم وکیل جین فېل محکمه کې د خپل موکل خبرپانه ولوسته

د کلوزر مجلې استازي پاول البرټ لوینز ویلي، شهزاده او مېرمن یې غواړي ۱٫۵ میلیون یورو غرامت غواړي.

دوو تورنو په کلوزر مجله کې د خپرو شویو انځورونو له مسؤولیته ځانونه سپين بلليدي.

شهزاده او مېرمن به یې د محکمې بلې ناستې ته چې د جولای پر څلورمه ده، حاضر نه شي.