عکاسې د خپل مرګ د شېبې انځور اخیستی

د انځور حقوق HILDA CLAYTON
Image caption دا انځور د کلیټن په لاس د هغې د مرګ پرمهال اخیستل شوی

امریکايي پوځ د یوې عکاسې په لاس له چاودنې اخیستل شوي هغه انځورونه خپاره کړي چې پخپله عکاسه او څلور افغان ځواکونه په کې وژل شوي وو.

متخصصه هلیډا کلیټن د ۲۰۱۳ د جولای پر دویمه د څلورو افغان سرتېرو پر روزلو بوخته وه چې د هاوان مرمۍ پرې وچاودېده.

امریکايي پوځ یاده چادونه کې د هغه وژل شوي افغان سرتېري په لاس اخیستل شوی انځور هم خپور کړی چې اغلې کلیټن په فوټوژورنالیزم کې روزلی و.

پېښه د افغانستان په ختیځ لغمان ولایت کې رامنځته شوې وه.

یاد انځورونو په 'مليټري ریویو ' مجله کې خپاره شوې دي.

د امریکا پوځ له انځورونو سره لیکلي: "د کلیټن مړینه د دې ښکارندويي کوي چې په کړکېچنو حالاتو کې سرتېرې ښځې د مورچلو له نارینه ملګرو سره اوږه پراوږه د روزنې او جګړې دنده تر سره کوي. "

د انځور حقوق US ARMY
Image caption دا انځور د هغه یوه افغان سرتېري له خوا اخیستل شوی، چې کلیټن د عکاسۍ روزنه ورکوله

انځورونه د اغلې کلیټن د کورنۍ په خوښه خپاره شوي دي.

پوځ ویلي، کلینټون پخپلو هڅو سره نه یوازې د افغانستان او امریکا د ملګرتیا پیاوړتیا ثابته کړه، بلکې پخپله یې هم خطر پر غاړه واخیست.

د پوځ د بصري معلوماتو یاده متخصصه د متحده ایالتونو د جورجیا ایالت اوسېدونکی وه.

د امریکا پوځ د یادې عکاسې په نامه یو مډال هم حک کړی دی.

د امریکايي سرتېري باید لومړی د خپلو تخنیکي او فزیکي مهارتونه له پنځه ورځنۍ ازموینو تېر شي چې انځورونه یې د هیلدا کلیټن جایزې تر لاسه کولو ته ونومول شي.

د انځور حقوق ARMY
Image caption کلیټن په اصل کې د امریکا د جورجیا ایالت اوسېدونکې وه
د انځور حقوق DVIDS

د پوځ یو عکاس او نور د سرتېرو د دروني ژوند او د جګړې د بشري زیان جاج!.