شهزاده فلیپ له عامه دندې ځان ګوښه کوي

شهزاده فلیپ د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهزاده فلیپ به بله میاشت ۹۶ کلن کېږي

د برتانیا سلطنتي ماڼۍ، بَکېنګهم پَلَس وایي د مَلکې الیزابیت مېړه شهزاده فلیپ نور له عامه دندې نه ځان ګوښه کوي. چارواکي وایي، شهزاده فلیپ به چې بله میاشت ۹۶ کلن کېږي، تر اګست میاشتې خپلې عامه دندې سرته ورسوي خو نورې بلنې به نه مني.

ماڼۍ وایي مَلَکې ایلیزابت د خپل مېړه د پرېکړې بشپړ ملاتړ وکړ. د بَکېنګهم پَلَس ریکارډ ښيي، چې شهزاده فلیپ د ۲۰۱۶ کال اوږدو کې ۱۱۰ مصروفیتونو کې د ګډون بلنې منلې دي، چې دې سره نوموړی د دغه کال اوږدو کې د شاهي کورنۍ پنځم ډېر مصروف غړی و.

د ملکې الیزابیت د زوکړې ۹۰ کلیزه

شهزاده فلیپ د ۷۸۰ سازمانونو سرپرست، مشر او یا غړی دی او له دغو سازمانونو سره به یې تړاو پر ځای پاتې وي، خو د چارواکو په خبره له دې وروسته به د بلنو په منلو سره فعال رول و نه لري.

په اعلامیه کې راغلي:

''کېدای شي شهزاده کله نا کله په ځینو ځانګړیو عوامي مصروفیتونو کې ګډون وکړي ''

د انځور حقوق AFP/GETTY
Image caption ملکې ایلیزابت او شهزاده فلیپ نومبر میاشت کې د خپل واده ۷۵ مه کلیزه لمانځي

ملکه ایلیزابت او شهزاده فلیپ نومبر میاشت کې د خپل واده ۷۵ مه کلیزه لمانځي. دوی دا وروستیو کلونو کې داسې مصروفیتونو کې له ګډونه ډډه کړې، چې اوږد سفر غواړي او د دوی پر ځای د سلطنتي کورنۍ ځوان غړي دغه ډول مصروفیتونو کې ګډون کوي.

سلطنتي مبصر ډیکي اربایتر ویلي، د شهزاده روغتیا 'پیاوړې ' ده:

''هغه د نور کله په څېر د ژوند چارو کې بشپړ ګډون کوي، یوازې داسې عوامي مصروفیتونو کې له ګډون کولو (ډډه) کوي، چې بشپړ وخت غواړي. ''