هند: موږکانو زرګونه لیټره شراب څښلي

د انځور حقوق AFP

د هند بهار ایالت کې پولیس وايي، موږکانو زرګونه لیټره شراب څښلي دي. تېر کال له هغه وروسته چې نتیش کومار د بهار ایالت د علی وزیر په توګه دنده سمبال کړه، پر الکولي مشروباتو یې بندیز ولګاوه.

هدف دا و چې له دې سره په ایالت کې تاوتریخوالی، ځورونې او بې وزلي کمه کړای شي.

په تېر یوه کال کې پولیسو د ایالت په بېلا بیلو برخو کې چاپې ووهلې او نژدي یو ملیون لیتره الکولي مشروبات او له ۴۰ زره ډېر کسان یې په خپلو دوکانونو او کورونو کې په غیرقانوني توګه د الکولي مشروباتو د ساتنې په تور ونیول.

د مېړه ډبولو لپاره ناوې ته د لرګي بېټ ډالۍ

انګرېزان په اوونې کې له اټکله ۱۲ میلیون بوتله زیات شراب څښي

پاکستاني شراب به امریکا کې پلورل کېږي

نیول شوي الکولي مشروبات د پولیسو په ګودامونو کې ساتل کېدل او په ځینو سیمو کې ورته زېرمتونونه په کرایه نیول شوي دي، خو د دې مشروباتو ډېره برخه اوس نشته.

د ولیسو ځینې افسرانو ویلي، دوی موږکان لیدلي چې الکولي مشروبات یې څښل.

د ځايي پولیسو مشر اوس د موږکانو له منځه وړلو او په دې هکله چې الکولي مشروبات څه شول، د یوې څیړنې امر کړی دی.

بل لور ته د پولیسو افسرانو طبي معاینات هم له دې کبله کېږي، چې دوی شراب و نه څښي.

د انځور حقوق PRASHANT RAV
Image caption ځايي پولیسو زرګونه کسان د شرابو پلور او څښلو په تور نیولي

چارواکي وايي، که معلومه شي چې کوم افسر شراب څښلي، نه یوازې خپله دنده له لاسه ورکوي، بلکې محاکمه کېږي به هم. په بهار ایالت کې د قانون له مخې هر هغه څوک چې د الکولي مشروباتو د څښلو او یا پلورلو پر مهال ونیول شي په ۱۰ کاله بند محکومېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب