سوریه کې د خوندي سیمو جوړولو پلان عملي کول پیل شوي

د اعلان شوي اوربند سربېره سوریه کې د تاوتریخوالي پېښې هم شوې دي د انځور حقوق AFP
Image caption د اعلان شوي اوربند سربېره سوریه کې د تاوتریخوالي پېښې هم شوې دي

سوريه کې د خوندې سيمو د جوړولو هوکړې پلي کېدل پيل شوي دي. دغه هوکړه د پنجشنبې په ورځ د ترکيې، ايران او روسيې ترمنځ شوې چې په دوى کې بيا روسيه او ايران د سوري دولت ملاتړ کوي.

ښکيلې غاړې بايد د دغې هوکړې له مخې خوندې ځايونو کې هرډول بريدونه ودروي.

خو سوري فعالان وايي له هوکړې لږ وروسته د سوريې په شمال لوديځ کې دياغيانو ترکنټرول لاندې سيمو کې د توپونو او نورو وسلو ډزې اوريدل شوي دي.

روسیه او ترکیه سوریه کې پر اوربند سلا شوې

روسیه، ترکیه او ایران په سوریه کې د اوربند دوامدراولو ژمنه کوي

په سوريه کې د خوندي سيمو رامنځ ته کېدو هوکړه د روسيې له لوري جوړو شويو خبرو په وروستي پړاو کې وشوه.

ټاکل شوې دا خوندي سيمې د سوريې په څو مهمو ښارونو کې غوره شي او په غوره شويو ځايونو کې به تاوتريخوالى پاى مومي.

د دې گام موخه د هغه اوربند د رښتوني کېدو هڅه ده چې شپږ مياشتې وړاندې ورباندې هوکړه وشوه خو تر ډېر بريده په پلي کېدو کې يې خنډ را ولاړ شوى.

د روسيې مرستيال دفاع وزير الکسندر فومېن وايي امريکا، سعودي عربستان، ملگرو ملتونو او په خبرو اترو کې نورو ټولو ښکېلو غاړو د خوندي سيمو د رامنځته کولو وړانديز منلى:

"دا د ايران او ترکيې يو رغنده ذهنيت دى چې د اوربند پياوړتيا د نظر ملاتړ کوي، او لاسليک لپاره په وخت د هوکړه ليک چمتو کېدو په برخه کې يې مهم رول ولوبوۀ.

د انځور حقوق AFP
Image caption دا هوکړه استانه کې د خبرو په درشل کې شوې ده

د خوندي سيمو په رامنځته کولو کې د امريکا د دريځ رول هم مهم و،چې په سوريه کې د تاوتريخوالي کمېدو لپاره يې د پورته شويو گامونو هرکلى وکړ."

څلور خوندي سيمې راتلونکو شپږو مياشتو لپاره په عدليب،حمص، درعا، او دمشق ته نژدې په ختيز غوطه ښار کې جوړېږي.

د دغه اقدام موخه اغېزمنو شويو سيمو ته د مرستې رسونې سربېره هغو بې ځايه شويو کسانو ته د سمو شرايطو برابرول دي چې غواړي په خپله خوښه خپلو بېرته خپلو مېنو ته ورستانه شي.

خو د سوريې حکومت مخالفو بيا دا پلان غندلى ځکه ايران دا تضيمن کړى په اړه اخيستى چې د سوريې حکومت به له هوکړې سرغړونه نه کوي.

ترکيه بيا د حکومت مخالفو تضمين کړى. د خبرو اترو د عالي کميټې په نامه د حکومت مخالفو يوې بلې ډلې هم دا پلان نامشروع او ناتضمين شوى بللى.

ورته مطالب