د کولمبیایۍ ښځې خیټه کې زرګونه ډالر موندل شوي

ډالر
Image caption دې ښځې دا کار وروسته تر هغه کړی، چې پوه شوه مېړه یې خیانت ورسره کړی او له یوې بلې ښځې سره یې د مینې تار غځولی.

په کولمبیا کې یوې مېرمنې ۷۰۰۰ پونډه (شاوخوا ۹ زره ډالر) په دې مخه خوړلي، چې مېړه ته یې ونه رسېږي.

سندرا میلنا المیدا د کولمبیا شمال ختیځ پیده کویستا اوسېدونکې ده.

وروسته له هغه چې پوه شوه مېړه یې تېرباسي، د هغه سپما شوي ۷۰۰۰ پوند یې تر ستوني تېر کړل.

ډاکټرانو د هندي ناروغ له خېټې ۴۰ چړې وایستلې

د یادې مېرمنې له خیټې وروسته له هغه دغه پیسې راویستل شوې، چې د خیټې درد له کبله یې روغتون ته یوړه.

ډاکټران وايي، د سندرا روغتیايي حالت ښه دی او خوړل شوي ډالر هم بچ شوي او کم یې د معدې معایاتو له کبله ضایع شوي.

دې ښځې دا کار وروسته تر هغه کړی، چې پوه شوه مېړه یې خیانت ورسره کړی او له یوې بلې ښځې سره یې د مینې تار غځولی.

ډاکټران وايي، د ښځې له خېټې یې ۵۷ ډالري نوټونه رایستلي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ډاکټران وايي، د سندرا روغتیايي حالت ښه دی او خوړل شوي ډالر هم بچ شوي او کم یې د معدې معایاتو له کبله ضایع شوي.
د انځور حقوق .
Image caption ډاکټر ان پاولو سیرانو وايي، د روغتون کارکوونکو فکر کاوه چې المیدا شاید نشه يي توکي خوړلي وي