له تصوره وتلې ناانډولي؟

د انځور حقوق Getty Images

ایا د ټکنالوژۍ، جنیټیکپوهنې او مصنوعي ذکاوت پرمختګونه به د دې سبب شي چې په نړۍ کې اقتصادي نابرابري پر بیالوژیکي نابرابرۍ بدله شي؟ تاریخپوه او لیکوال، یوال نوح حراري، پر دې پوښتنې غږېږي.

نابرابري لږ ترلږه ۳۰،۰۰۰ کلن تاریخ لري.

ښکارکوونکي لومړني انسانان د ورپسې راتلونکو ټولنو پرتله نسبتاً ډېر یو له بله سره برابر وو.

يو سلنه شتمن خلک د نړۍ٪ ۹۹ شتمني لري

امریکا کې د ښځو او نارینه و د معاشونو نا انډولي

"خواشینې یم چې ټولنه کې مو ښځه لومړۍ درجه انسان نه ګڼل کېږي"

هغوی ډېره شتمني نه درلوده، او شتمني د اوږد مهاله نابرابرۍ لپاره یو مخکینی شرط دی.

خو ان هغوی هم درجې او د مراتبو سلسلې درلودې.

خو په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې یو بدلون راغی.

مساوات یا برابري تقریباً په ټوله نړۍ کې د انساني کلتور پر یوه مهم ارزښت بدل شول. ولې؟

دا قسما د نویو ایډیالوژيو لکه بشردوستۍ، لیبرالیزم یا آزادۍ پالنې او سوسیالیزم د رامنځته کېدو له امله وو.

خو ټکنالوژيکي او اقتصادي بدلون هم په کې رول درلود- چې البته دغو نویو ایډیالوژيو سره یې تړاو درلود.

ناڅاپه د ټولنې ممتازې طبقې یو زیات شمېر روغو، روزل شویو خلکو ته اړتیا لرله چې په پوځ کې د عسکرو او په فابریکو کې د کارګرو په توګه کار وکړي.

حکومتونو د مهربانۍ له مخې خلکوته روزنه او واکسین نه ورکول. غوښتل یې چې خلک ورته ګټور واوسي.

خو اوس دا وضعه بیا په بدلېدو ده.

د نننۍ نړۍ ترټولو ښه پوځونه یو وړوکي شمېر ښو مسلکي عسکروته اړتیا لري چې د پرمختللې ټکنالوژۍ پر وسایلو سمبال وي.

فابریکې هم ورځ په ورځ د اتومات ماشینونو په مرسته کارکوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنیټیکي انجینیري اوس ډېره رواج شوې ده. څومره نور به بدلون مومي؟

یو دلیل یې همدا دی چې ښايي موږ نه په ډېر لیري راتلونکې کې د ترټولو نابرابرو ټولنو جوړېدل ووینو چې د بشر په تاریخ کې به ساری و نه لري.

او د دغسې یو راتلونکي لپاره نور علتونه هم شته دي.

د بایوټکنالوژۍ او بایوانجینیرۍ د ګړندیو پرمختګونو له امله ښايي موږ داسې یو پړاو ته ورسېږو چې لومړی ځل به په تاریخ کې اقتصادي نابرابري پر بیالوژیکي نابرابرۍ بدله شي.

تراوسه پورې، انسانانو پر خپل شاوخوا بهرنۍ نړۍ کنټرول درلود. سیندونه،ځنګلونه، ژوي او بوټي به یې کنټرولول. خو د خپل ځان دننه نړۍ باندې یې ډېر لږ کنټرول درلود. دخپل بدن، ماغزو او فکر د بدلولو او انجینیرۍ وړتیا يې ډېره محدوده وه.

له مرګه یې ځان نشو ژغورلی.

خو ښايي تل به داسې نه وي. د انسانانو د وړتیاو لوړولو لپاره دوه اصلي لارې شته. یا دا چې د خپل ډي اېن اې (DNA) په بدلولو سره په بیالوژیکي جوړښتونو کې بدلون راولي. اویا، عضوي او غیرعضوي برخې سره ګډې کړي- ښايي ماغزه مستقیما له کمپیوټرسره ونښلوي.

کېدی شي شتمن خلک- د دغسې بیالوژیکي پرمختګونو د پېرودلو له لارې د نورو خلکو پرتله خپلې وړتیاوې لوړې کړي، ذکاوت او روغتیا یې بهتره او عمر یې اوږد شي.

په دې پړاو کې، به معقوله وي چې واک دغې "پرمختللې" طبقې ته وسپارل شي.

په تېر وخت کې، اعیانو او اشرافو، هڅه کوله عامو خلکو ته قناعت ورکړي چې دوې تر هر چا لوړ دي او باید واکمن وي. په راتلونکې کې به ښايي هغوی په ريښتیا تر عاموخلکو غوره وي.

او ځکه چې هغوې به له موږ بهتره وي، معقوله به ښکاري چې د پرېکړو کول او واک هغوی ته وسپارل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مصنوعي ذکاوت د راز راز انساني کارونو لپاره یو ګواښ بلل کېږي

کېدی شي د مصنوعي ذکاوت پرمختیا نه یوازې په اوتومات څانګه کې د دې سبب شي چې زیات شمېر خلک، په راز راز کارونو کې، خپل اقتصادي ګټورتوب له لاسه ورکړي.

دا دواړه پروسې د بشري وړتیاو لوړېدل او د مصنوعي ذکاوت پرمختیا- ښايي د دې سبب شي چې د انسانانو یوه وړه طبقه خلک به ډېرې وړتیاوې لري او پاتې اکثریت به په "بې ګټې" خلکو بدل شي.

یو مشخص مثال یې دا دی. د ترانسپورټ مارکیټ په هکله فکر وکړئ.

په بریتانیا کې په زرګونو کسان د لاریو، ټکسي او سرویس موټرو د چلوونکو په توګه کار کوي.

د هغوی هر یو د ترانسپورټ د مارکیټ یوه وړه برخه جوړوي او له دې امله سیاسي ځواک ترلاسه کوي.

که حکومت داسې یو کار وکړي چې د هغوی خوښ نه وي، هغوی کولای شي خپلې کارګرې ټولنې جوړې کړي، کولای شي اعتصاب یا کاربندي وکړي او د ترانسپورټ ټول سیستم په ټپه ودروي.

نو اوس فکر وکړئ چې ۳۰ کاله وروسته به وضعه څه ډول وي.

ټول موټر به بې چلونکي وي او په خپله به چلېږي.

د یو لوې شرکت لخوا به هغه الګوریتم یا کمپیوټري سیستم کنټرولېږي چې ټول ترانسپورټي مارکیټ کنټرولوي.

ټول هغه اقتصادي ځواک به چې پخوا به یې په زرګونو برخه وال درلودل، او د هغوی ټول سیاسي ځواک به، اوس د یو واحد شرکت په لاس کې وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کېدی شي هغه کسان چې ارقام/معلومات او الګوریتمونه کنټرولوي یوه راتلونکې تر ټولو ځواکمنه طبقه شي؟

کله چې تاسو خپل اقتصادي اهمیت له لاسه ورکړئ، ستاسو د روغتیا، پوهنې روزنې او ټولنیزې خیرښیګڼې په هکله د دولت د پانګې اچونې د انګیزې یوه برخه له منځه ځي.

بې روزګاره کېدل ډېر خطرناکه دي.

ستاسو راتلونکی به د یوې وړوکې ممتازې طبقې په ښه نیت پورې تړلی وي.

کېدی شي ښه نیت به موجود وي. خو د بحران او کړکېچ - لکه اقلیمې ناورین- پر مهال به ډېره اسانه وي چې تاسو له پامه لیرې وغورځول شئ.

ټکنالوژي زموږ برخلیک نه ټاکي.

موږ بیاهم کولای شو د دې ټولو په اړه یوڅه وکړو. خو زه فکر کوم باید پوه شو چې هغه څه چې زه یې بیانوم یو احتمالي/ شونی راتلونکی دی.

که دا شونیتیا مو خوښه نه وي، باید مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي یو څه وکړو. له تصوره وتلې نابرابرۍ پر لور لاره کې یو بل ګام هم شونی دی.

په لنډه موده کې، کېدی شي واک یوې وړې ممتازې طبقې لاس ته ورشي چې د اصلي او مهمو الګوریتمونو،ارقامو او معلوماتو خاوند به وي او کنټرولوي به یې.

خو، په اوږدې مودې کې، کېدی شي واک په بشپړ ډول له انسانانو الګوریتمونو [ کمپیوټري سیستمونو] ته ورشي.

کله چې مصنوعي ذکاوت زموږ پرتله هوښیار شي، کېدی شي ټول بشریت له کاره ګوښه شي.

له هغې وروسته به څه پېښېږي؟ موږ یې په اړه هېڅ نه پوهېږو. موږ یې اصلا تصور نشو کولای.

څرنګه یې کولاې شو؟

موږ د هغه ذکاوت په اړه خبرې کوو چې د بشریت له اوسني ذکاوت څخه ډېر ډېر ستر وي.

یوال نوح حراري د بیت المقدس د هیبرو په پوهنتون کې د تاریخ د څانګې پروفیسر او د هومو ډیوس: د سبا ورځې یولنډ تاریخ، په نامه د کتاب لیکونکی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب