نایجریا کې تر۸۰ ډېرې چیبوک نجونې خوشې شوې

ځینې تښتول شوې نجونې له تښتول کېدا لږ وروسته د ۲۰۱۴ کال مې میاشت کې په یوه وېډیو کې وښودل شوې د انځور حقوق AFP
Image caption ځینې تښتول شوې نجونې له تښتول کېدا لږ وروسته د ۲۰۱۴ کال مې میاشت کې په یوه وېډیو کې وښودل شوې

د نایجریا ولسمشرۍ دفتر وايي، بوکو حرام اورپکې ډلې ۸۲ تښتول شوې نجونې خوشې کړې دي.

کابو درې کاله وړاندې بوکو حرام سخت دریځې اورپکې ډلې د هېواد له سوېل ختیځ چیبوک نه د ښوونځي ۲۷۶ نجونې وتښتولې، چې نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.

چارواکي وايي، د نجونو د خلاصون دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی، چې حکومت له بوکو حرام ډلې سره د هغوی د بندیانو د خوشي کولو پرسر خبرې وکړې.

بوکو حرام وسله والې ډلې د چیبوک ښارګوټی نیولی

د نایجیریا پوځ: بوکوحرام تښتول شوې نجونې خوشې کوي

دا د "چیبوک نجونې" په نامه یادېږي، چې د نایجریا له چیبوک ښاره تښتول شوې وې او پر خواله رسنیو یې د خوشي کولو لپاره پراخ کمپاین پیل شوی و.

لاهم د بوکو حرام په بند کې ۱۹۵ نورې نجونې بندیانې دي.

ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، خوشې شوې نجونې اوس د نایجریا له پوځ سره دي.

دا نجونې له یوې لیرې سیمې د پوځ په ټینګ امنیت کې کامیرون ته څېرمه د بانګي ښار پوځي اډې ته رسول شوې دي.

په لاګوس کې د بي بي سي خبریاله سټیفني هیګرتي وايي، ګڼې کورنۍ په چیبوک کې د نجونو پر خوشي کولو خوشحاله شوې.

د فرانسې خبري اژانس ته یوې پوځي سرچینې ویلي، خوشې شوې نجونې به په الوتکه کې بورنو ولایت ته د یکشنبې په ورځ ولېږدولې شي.

د ۲۰۱۴ کال اپرېل میاشت کې بوکو حرام اورپکو چیبوک کې د نجونو پر لېسې برید وکړ، خو ایله ۵۰ نجونې ترې وتښتېدې او نورې یې له ځانه سره بوتلې.

د تېر کال اکتوبر میاشت کې، بوکو حرام ډلې له سره صلیب سره تر خبرو وروسته ۲۱ نجونې خوشې کړې.

د دغو نجونو د خوشي کولو په پار د امریکا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما د مېرمنې میشل اوباما او د بالیووډ د لویو لوبغاړو په ملاتړ کمپاین پیل شوی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تېر کال اکتوبر میاشت کې ۲۱ نجونې خوشې شوې

تېره میاشت د نایجریا ولسمشر محمد محمد بخاري وویل، حکومت یې له بوکو حرام ډلې سره پرله پسې خبرې کوي چې ایسارې نجونې راخوشې شي.

اته کاله وړاندې د بوکو حرام د بغاوت له پیلېدا راهیسې زرګونه کسان تښتول شوي او وژل شوي دي.

دغه ډله ظاهراً د نایجریا په شمال ختیځ کې د اسلامي شریعت د عملي کولو نارې وهي.

حکومت وايي، له دې ډلې سره په نښتو او د هغوی بریدونو کې کابو ۳۰ زره کسان وژل شوي او سلګونه زره نور له خپلو مېنو وتلو ته اړایستل شوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د چیبوک نجونو تښتولو نړیوال غبرګونونه وپارول

اړونده مطالب

ورته مطالب