پاپ فرانسیس پر 'بمونو مور' نامه نیوکه کړې

. د انځور حقوق AFP
Image caption پاپ فرانسیس تر دې وړاندې هم د امریکا له خوا له مکسیکو سره پر ګډه پوله له دېوال جوړولو سره مخالفت کړی و

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس د امریکا د تر ټولو ستر نااټومي بم پر نامه چې د (بمونو مور) یې بولي، سخته نیوکه کړې ده.

پاپ چې په واتیکان کې يې د محصلانو په منځ کې خبرې کولې، ویلي د یاد نامه په اورېدو ډېر شرمېدلی دی: "مور ژوند ور کوي، خو د بمونو مور ژوند اخلي، رښتیا ولې دغسې یو نوم؟."

د پاپ فرانسيس نیوکې پر داسې مهال دي چې پتېیل شوې، ډونلډ ټرمپ پخپل لومړني بهرني سفر کې له عربستان او اسراییلو وروسته واتیکان ته لاړ او شونې ده د نړۍ د کاتولیکانو له مشر سره هم وګوري.

د بمونو مور که د بمونو پلار ډېر پیاوړی دی؟

د "بمونو مور" رښتیا ۹۴ داعشیان وژلي؟

پاپ فرانسیس تر دې وړاندې هم د امریکا له خوا له مکسیکو سره پر ګډه پوله له دېوال جوړولو سره مخالفت کړی و.

یاد ۹۸۰۰ کیلويي بم چې امريکايي ځواکونو د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش جنګیالیو پر پټنځیونو وکاراوه، اصلي نوم یې (جي‌بي‌يو‌۴۳‌بي) دی چې مانا یې د (زیاتې ویجاړتیا هوايي بم) ده، خو اوس د (بمونو مور) په نامه یادېږي.

یاد بم لومړی ځل په ۲۰۰۳ کال کې ازمویل شوی و، خو بیا په هیڅ جګړه کې رسماً نه و کارول شوی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د داعش پر سمڅو د بمونو مور له غوځولو نژدې دوې اوونۍ وروسته لا هم نښتې روانې دي.