حماس اسماعیل هنیه د خپل سیاسي دفتر مشر ټاکلی

هنيه د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGAGES
Image caption ښاغلى هنيه په داسې يوۀ مهال کې د حماس مشر ټاکل شوى چې دغه غورځنگ هڅه کوي ځان له نړېوال گوښيتوبه وباسي.

اسماعيل هنيه وروسته له هغه د حماس غورځنگ مشر په توگه د خالد مشعل ځاى ناستى شو چې نوموړي د خپلې مشرۍ دويمه او وروستۍ دوره پاى ته ورسوله. د حماس د گوندي آرونو له مخې يو کس يواځې دوو دورو لپاره مشر ټاکل کېداى شي.

ښاغلى هنيه په داسې يوۀ مهال کې د حماس مشر ټاکل شوى چې دغه غورځنگ هڅه کوي ځان له نړېوال گوښيتوبه وباسي.

د فلسطین 'حماس' او 'فتح' ډلو پر ګډ حکومت او ټاکنو هوکړه کړې

م. م فلسطین د څارونکي په توګه ومانه

حماس د روانې اوونۍ په لومړيو کې خپله نوې تگلاره هم اعلان کړه چې په ١٩٨٨ م کال کې د دغه غورځنگ له رامنځته کېدو راهيسې لومړۍ هغه وه. په نوې تگلاره کې حماس له اخوان المسلمين سره اړيکي پرې کړي، په مشروط ډول يې د دوو دولتونو حل لاره هم منلې او وايي مبارزه يې د يهودو په خلاف نه بلکې د صهيونيستي نيواک گرو پر وړاندې ده. خو د اسراييلو پر رسميت نه پېژندلو يې ټينگار کړى.

اسماعيل هنيه د غزې تراډې اصلي اوسېدونکى دى او د خپل سلف برعکس چې په قطر کې مېشت دى، په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې هم همالته پاتې شوى، نو له دې امله د ټولو ډلو ټپلو او د خپل گوند پر ټولو پاړکيو ډېر اغېز لري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د حماس غورځنګ داخلي لایحو له مخې خالد مشعل چې له ۱۹۹۶ کال راهیسې د دغه ورځنګ مشري کوي، د بیا نوماندېدو مخه نیول شوې

د منځني ختيځ په چارو کې د بي بي سي خبريال واېر دېوس وايي ٥٩ کلن اسماعيل هنيه يو پرگمتيک يا واقعيت پال مشر دى نو ټاکنه يې ښايي له نورو عربي هېوادونو سره د اړيکو په رغولو کې اغېزمنه پرېوځي:

"زما په اند د منځني ختيځ د چارو ډېرى څارونکي د هغه پرگمتيزم يا واقعيت پالنې ته گوري. حماس وار له مخه له اخوان المسلمين سره اړيکي پرې کړي او هڅه کوي په بهر کې خپل دريځ ځواکمن کړي او اسماعيل هنيه ښايي په دې وتوانېږي. هغه ډېر پرگمتيک کس دى خو نه آزاد خياله."

د انځور حقوق Reuters
Image caption مصري چارواکو رفح تونل د شنبې په ورځ د دروورځو لپاره بېرته پرانیست

د اورپکو د توغنديزو بريدونو مخنيوي لپاره غزه تراډه له شا و خوا يوې لسيزې راهيسې د مصر او اسراييلو له لوري کلابنده ده چې اقتصاد ته يې سخت زيان اوښتى او نژدې دوه ميليون اوسېدونکي يې په ورځني ډول له سختيو سره لاس او گريوان وي.

خو د حماس په تگلاره کې له راغلو بدلونونو سره دغه ډله لا هم د اسراييلو، امريکا، بريتانيا او اروپا او ځينو نورو هېوادونو له لوري يو ترهگر غورځنگ پېژندل کېږي.

اړونده مطالب