د سترګو لیدلی حال: د کینیا کرهنه ولې تباه شوې؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سترګو لیدلی حال: د کینیا کرهنه ولې تباه شوې؟

ملګري ملتونه وايي د کینیا په وچکالۍ ځپلو سیمو کې ۱۷۵ زره ماشومان له ښوونځیو اېستل شوي دي.

دا ماشومان د دې لپاره له ښوونځیو اېستل شوي چې یا د دوی مرستې ته اړتیا وه او یا هم کورنۍ یې د دې وس نه لري چې د ښوونځي فیس ورکړي.

وچکالي ښايي کروندې تباه کړي او د کورنیو د معشیت لارې چارې له مینځه یوسي خو څرنګه چې د بي بي سي خبریال ادم شاو کینیا ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې موندلې کروندې یوازې د اوبو د نه شتون له کبله نه دي تباه شوي بلکې د درغلو پلورونکو چل ول هم کروندګر له کړاونو سره مخامخ کړي دي.

د رپوټ پښتو بڼه متین سمسور وړاندې کوي.