هغه ټاپو چې د ښځو پر ورتګ بندیز دی، خو سړي باید لغړ ورشي

د انځور حقوق JAPAN MINISTRY OF LAND
Image caption دا چې په دې ټاپو کې قوانین ډېر سخت دي، نو د ننه انځورونه یې هم ډېر کمیابه دي

په جاپان کې یو ټاپو چې د ښځو پر ورتګ بندیز لګول شوی، د یونیسکو د نړیوالو میراثونو نوملړ کې یې د نوم شاملولو لپاره کمپاین کېږي.

د جاپان په سوېل لوېدیځ کې د اوکینوشیما په نوم ټاپو هومره سخت مذهبي قوانین لري، چې یوازې نارینه هلته د ورتګ اجازه لري.

په ورته وخت کې، هلته ورتلونکي نارینه له دې ځایه د هېڅ شي وړلو اجازه هم نه لري، ان د ټاپو د ونو یوه پاڼه هم نه شي ورسره لېږدولای.

د جاپان پولیس سیلانیانو ته رزمي سپورت ور زده کوي

جاپان: د تشناب موندلو لپاره موبایل اپلیکشن

د موناکاتا تایشا اوکیستسومیا په نوم معبد هم په دې ټاپو کې دی.

دا معبد له څلورمې زیږدیزې پېړۍ راهیسې تر نهمې پېړۍ پورې د بېړیود امنیت لپاره د دعاګانو ځای ګڼل کېده.

دا ځای د کوریایانو او چینایانو د توکو د تبادلې ځای هم و.

د "ټایمز جاپان" ورځپاڼې د رپوټ پربنسټ، په دې ټابو کې مذهبي کسان واکمنان دي چې د ښځو د ورتګ د بندیز سربېره، ټاپو ته داخل شوي نارینه باید د پاکوالي د مراسمو ترسره کولو په موخه باید ځان لغړ کړي.

دوی دا حق هم نه لري چې اوکینوشیما ټاپو ته د خپل سفر جزییات افشا کړي.

دا ټاپو د ځینو کارپوهانو له خوا د یونیسکو د نړیوالو میراثونو نوملړکې د شاملېدو لپاره وړاندیز شوی، چې په اړه به یې راتلونکې جولای میاشتې کنفرانس کې دغه سازمان پرېکړه کوي.

د اساهي شیمبون ورځپاڼې ویلي، که دا ټاپو د یونیسکو په نوملړ کې راشي، نو باید ټاپو ته د ښځو د ورتګ د بندیز او له ټاپو نه د ناریونه وو له خوا د سوغاتونو د وړلو د بندیز په اړه هم له سره غور وشي.

دی وايي، که دا بندیز لیرې شي، نو راتلونکې کې به دغه ټاپو د سیلانیانو د ګڼې ګوڼې پرځای واوړي.

په ورته وخت کې د موناکاتا تایشا معبد یوه چارواکي ویلي، که دا ټاپو د یونیسکو د نړیوالو میراثونو نوملړ کې شامل شي، نو د دوی "رسمي دریځ به بدل نه شي".

دغه مذهبي مشر دا هم ویلي: "موږ به د ټاپو د زیارت کوونکو سختګیرانه کنټرول ته دوام ورکړو".

اړونده مطالب

ورته مطالب