"د داعش وژل شوي مشر د غني واکمني ننګوله"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له خولې ویلي، افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر له ۳۰۰۰ نه ۷۰۰ ته ټیټ شوی

نيويارک ټايمز:

دغې امريکايۍ ورځپاڼې په افغانستان کې د "اسلامي دولت" (داعش) ډلېد مشر وژل کېدل مهم بللي او وايي د داعش خراسان څانکې مشر عبدالحسيب يوشمېر داسې بريدونه سمبال کړي چې مخامخ يې د ولسمشر غني واکمني ننگولې.

ورځپاڼې د سردار محمد داود پر روغتون شوى بريد، بېلګه ياده کړې.

ورځپاڼې د امريکا يي چارواکو په وينا ليکلي، د داعش دغه مشر له خپلو نورو ٣٥ وسلوالو سره د اپرېل په ٢٧ نېټې وژل شوى دى.

ولسمشر غني: د داعش مشر ننګرهار کې وژل شوی

د پاکستان دفاع وزير: پر ډيورنډ کرښې سرغړونو ته به مناسب ځواب ووايو

په تېرو نهو مياشتو کې دا په افغانستان کې د داعش دويم مشر دى چې وژل کېږي. لومړنى هغه يې حافظ سعيد خان و.

ورځپاڼې د امريکايي چارواکو په وينا ليکلي، د سختو ځمکنيو او هوايي عملياتو له امله په افغانستان کې د داعش د جنگياليو شمېر له ٣٠٠٠ نه ٧٠٠ ته ټيټ شوى.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي ډيورنډ کرښه ناندريزه ده او دغه راز مخامختياوې شونې کوي.

واشنګټن پوسټ په چمن کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شوې نښتې ته کتنه کړې او وايي د پېښې په تړاو د دواړو غاړو له متضادو څرگندونو جوتېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي څومره څپڅپاند دي.

ورځپاڼې د پاکستان د سرحدي قول اردو د يوۀ قومندان تورن جنرال نديم احمد انجم څرگندونې راخيستې چې وايي په جگړه کې د دوى دوه پوځيان وژل شوي او د افغان ځواکونو د مړينې شمېر ٥٠ ته رسېږي.

افغان غاړې د پاکستان دا وينا بې بنسټه ادعا بللې او د دوو سرتېرو وژل کېدل مني.

ورځپاڼه وايي ډيورنډ کرښه ناندريزه ده او دغه راز مخامختياوې شونې کوي.

د ورځپاڼې په وينا دا شخړه په داسې مهال کې رامنځته شوې چې دواړه هېوادونه د دغې سيمې په تړاو د ولسمشر ټرمپ د نوې تگلارې اعلانېدو ته سترگې په لار دي.

ورځپاڼه زياتوي اوس مهال کې داسې برېښي چې ولسمشر ټرمپ ښايي افغانستان ته نور سرتېري ور ولېږي، خو له پاکستان سره به يې چلند په دې تړلى وي چې پاکستانى حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو اورپکو کابو کولو لپاره څومره گامونه پورته کوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption وړاندې هم چمن او سپین بولدک کې پاکستاني او افغان ځواکونو وسلو ته لاس کړی

اړونده مطالب

ورته مطالب