ایران: که ریاض جګړه را غځوي، سعودي به هم ناامن شي

ر د انځور حقوق TASNIM
Image caption د ایران د دفاع وزیر له څرګندونو مخکې د نومړي سعودي سیال هم ورته خبرداری تهران ته ور کړی دی.

د ایران دفاع وزیر حسین دهقان سعودي عربستان ته خبرداری ور کړ، چې که جګړه د ایران خاورې ته وغځوي، تهران به له مکې معظمې او مدینې منورې پرته د دغه هېواد نوره خاوره ارامه نه پرېږدي.

د نوموړي له څرګندونو مخکې د سعودي عربستان د دفاع وزیر او ولیعهد محمد بن سلمان هم د ایران په هکله ورته خبرداری درلوده: "موږ لاس تر زنې نه کېنو، چې دوی(ایران) جګړه د سعودي خاورې ته وغځوي، بلکې زموږ هڅه دا ده چې دا جګړه د دوی په خاوره او په ایران کې پېښه شي، نه په سعودي عربستان کې".

* ټرمپ: ایران له اور سره لوبې کوي

* جیمز متیس: 'ایران په سیمه کې د ستونزو ترشا دی'

د ایران د دولتي رسنیو د رپوټ له مخې، حسین دهقان د یکشنبې په ورځ د حزب الله ډلې اړوند د لبنان المنار تلوېزون د دې پوښتنې په ځواب کې دا خبرې کړې، چې ایا سعودي عربستان د ایران خاورې ته د جګړې غځولو زور لري او که نه.

"زه دا نه درک کوم، چې دوی څنګه غواړي، هغسې دې هم وکړي. هغوی ګومان کوي، چې دومره زورور هوايي ځواک لري، چې داسې وکړي".

نوموړي زیاته کړه، "زه هغوی ته وایم چې داسې تېروتنه ونه کړي، که یې وکړه، نو له مکې او مدینې پرته د سعودي عربستان د خاورې امن پاتېدل له امکان لرې دي".

د تهران او ریاض خپلمنځي خبرداري په داسې مهال دي، چې نږدې دوه اونۍ وړاندې د پاکستان او ایران له ګډې پولې سره وسلوالو د ایران لس پوله ساتي ووژل.

د محمد بن سلمان خبرداری

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي عربستان دفاع وزیر وايي، ایران پر اسلامي هیوادونه ولکه ټینګول غواړي.

محمد بن سلمان له اېم بي سي تلوېزون سره په مرکه کې له ایران سره نېغې خبرې هم رد کړې وې. هغه د ایران حکومت تورن کړی، چې پر اسلامي هېوادونو ولکه ټینګول غواړي.

نوموړي پر ایران دا تور هم لګولی چې په یمن کې د قانوني حکومت په پرځولو او د خپلې خوښې حکومت په جوړولو سره یې په دغه هېواد کې د داعش پراخېدلو ته لار جوړه کړه او په دې ډول د سعودي عربستان امنیت ګواښمنول غواړي.

* امریکا د 'توغندويي ازموینې' له امله پر ایران نوي بندیزونه لګوي

* د امریکا دفاع وزیر: ایران 'نړۍ کې د ترهګرۍ لوی تمویلوونکی دی'

ایران د محمد بن سلمان له وروستیو څرګندونو ملګرو ملتونو ته هم شکایت کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي غلامعلي خوشرو په یوه لیک کې د دې ادارې سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته د محمد بن سلمان دا څرګندونې د ایران پرضد ښکاره ګواښ او د ملګرو ملتونو له منشور سرغړونه بللې ده.

د سعودي عربستان او ایران اړیکي په وروستیو کلونو کې ډېر تاوجن دي او ډېر څارونکي باوري دي چې دا دوه هېوادونه د سوریې او یمن نیابتي جګړه کې ښکېل دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان بلوچستان سره ایراني پوله ساتي د مانورو پر مهال.

ورته مطالب