د فرانسې په ګډون د نړۍ ځوان مشران

د انځور حقوق ERIC FEFERBERG
Image caption مکرون د فرانسې د تر ټولو ځوان مشر لقب خپل کړ.

په ۳۹ کلنۍ ایمانویل مکرون د فرانسې په تاریخ کې تر ټولو ځوان ولسمشر دی.

د ده ټاکل کېدو، د فرانسې ترامپراتور لویس ناپولیون باناپارت وروسته ۱۷۰ کلن ریکارد مات کړ. په ۱۸۴۸ کال کې ناپولیون ۴۰ کلن و چې واک ته ورسېد.

دلته به د نړۍ یو شمېر نور ځوان مشران دروپېژنو.

د سن مارینو د حکومت مشره، وانیسا دې امبروسیو

د انځور حقوق Vanessa D'Ambrosio

په نړیواله کچه د حکومت تر ټولو ځوانه مشره، وانیسا دې امبروسیو ده چې د نړۍ د یو له تر ټولو کوچني هېواد، سن مارینو مشره ده.

دا ۲۹ کلنه ده.

هېواد یې چې ګردچاپېره یې ایټالیا پرته ده څه باندې ۳۳٫۰۰۰ اوسېدونکي لري.

د شمالي کوریا مشر، کېم جونګ اون

د انځور حقوق STR

که څه هم د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون تر ډېرو نیوکو لاندې راځي، خو د نړۍ دوهم تر ټولو ځوان مشر دی.

دی ۳۴ کلن دی.

دی ۲۰۱۲ کال کې واک ته ورسېد او له هغه راپدېخوا د اټومي وسلې او اوږدمزلو توغندیو د جوړولو بهیر څاري.

د ایستونیا، جوري راتاس

د انځور حقوق THIERRY CHARLIER

د پخواني شوروي اتحاد جمهوریت ایستونیا د یوه ایتلافي حکومت د مشرۍ لپاره ۲۰۱۶ کال کې جوري راتاس د لومړي وزیر څوکۍ ته غوره کړ.

دغه ۳۹ کلن مشر په خپل هېواد کې ډېر محبوبیت لري.

د اوکراین ولادېمیر ګروسمن

د انځور حقوق Reuters

بل ۳۸ کلن لومړی وزیر ولادېمیر ګروسمن دی چې ۲۰۱۶ کال کې د اوکراین لومړی وزیر وټاکل شو.

که څه هم د اروپا په دغه دوهم لوی هېواد کې اصلي واک له ولسمشر پېترو پوروشینکو سره دی، خو ګروسمن د خپل هېواد په تاریخ کې دوهم ځوان لومړی وزیر دی.

د بوتان جګمې خېسار نمګېل وانګ چک

د انځور حقوق HO

که نا ټاکل شوې شاهي کورنۍ پورې اړوند کس هم حساب کړو، نو ۳۷ کلن جګمې خېسار نمګېل وانګ چک هم په لست کې راځي.

دی چې له ۲۰۰۶ کاله راپدېخوا د هېواد مشر دی، ګڼ پلویان لري او په دې یې ډېر درناوی کېږي چې غواړي د هېمالیا چاپېریال ته له زیان رسولو پرته هېواد پرمختللی کړي.

دی غواړي هېواد له مطلق شاهي نظامه وباسي او پارلماني یې کړي.

د قطر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني

Sheikh Tamim bin Hamad Al Thani د انځور حقوق DANIEL IRUNGU

یو بل د شاهي کورنۍ مشر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني دی چې په ۲۰۱۳ کال کې تر خپل پلار وروسته د قطر امیر شو.

دغه ۳۶ کلن امیر چې د برتانیا په پېژندل شوې پوځي اکاډیمۍ سندهرس کې یې زده کړې کړي دي، د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان مرستیال او د اولمپیک د ملي کمیتې مشر هم دی.

د ۲۰۲۲ کال فیفا نړیوال جام د ترسره کولو لپاره د قطر په غوراوي کې شیخ تمیم ډېره ونډه درلوده.

سره له دې چې قطر یو مهال د خلیج هېوادونو یو له تر ټولو غریبو و، او اوس یو له تر ټولو شتمنو دی خو دغه هېواد کې له کارګرو سره پر بد چلند پرې هر وخت نیوکې کېږي.

او تر ټولو زوړ، د زمبابوې مشر رابرت موګابي

د انځور حقوق Reuters

بله خوا د نړۍ تر ټولو زړو واکمنانو کې د زمبابوې مشر رابرت موګابي دی چې تر ټولو یې د اوږدې مودې لپاره واکمني چلولې ده.

دی له ۱۹۸۰ کاله راپدېخوا د زمبابوې ولسمشر دی او وايي تر هغه به پاتې شي چې خلک وغواړي له واکه لېرې شي.

ښاغلي موګابي د ۱۹۷۰مو کلونو په خرپ او ترپ جګړو کې پلویان وموندل چې هغه مهال دی انقلابي اتل بلل کېده. د سپین پوستو پر ضد د تور پوستو د خپلواکۍ لپاره جنګېده.

خو پر ده نیوکګر وايي چې ده د خپلو سیاسي مخالفینو د ځپلو لپاره له زورزیاتي کار اخیستی او ټاکنو کې یې درغلي کړې.

اړونده مطالب