ایمانوېل مکرون د فرانسې نوی ولسمشر شو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ایمانوېل مکرون د فرانسې نوی ولسمشر شو

اېمانوېل مکرون وايي د فرانسې په تاريخ کې يوه نوې پاڼه اوښتې ده. ده دا خبرې د خپل هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو په دوهم پړاو کې ښي اړخې توندلارې مرين لوپېن ته له ماتې ورکولو وروسته کولې.

ښاغلي مکرون، چې د خپلې سيالې نه یې د ۶۶ فیصده خلکو رایو په اخیستو بریالی شو، راتلونکې يکشنبه ،اتوار به د ولسمشرۍ دنده پيلوي.

دا په تېرو څو لسيزو کې لومړی ځل دی، چې په فرانسه کې د ولسمشرۍ ټاکنې يو داسې څوک ګټي چې د دوو دوديزو ښي او کيڼ اړخو ګوندونو غړی نه دی.

امان الله عطا عمران رپوټ ورکوي.