د ایران په ټاکنو کې اقتصاد د مبارزې يو مهم ډګر ګرځېدلی

د انځور حقوق AFP
Image caption ډېری ایرانیانو تراوسه د بندیزونو د لیرې کېدو ګټې نه دي احساس کړي

په داسې حال کې چې د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې رانژدې کېږي، د شپږو نوماندانو لپاره اقتصاد د مبارزې یو مهم ډګر ګرځېدلی دی.

ایران کې د پراخې بې روزګارۍ او بېکارۍ له امله، ځینې نوماندان د خلکو د رایو راجلبولو په خاطر خلکو ته د کارونو پیداکولو او ځینې نور د نقدو پیسو ژمنې کوي.

د اوسني ولسمشر حسن روحاني تېر ته په کتو ښايي د دې ټاکنو ګټل ورته آسانه وي- خو بریالیتوب یې یقیني نه دی.

ښاغلي روحاني په ۲۰۱۵ کې د ایران د ناندره ییزه اټومي پروګرام پرسر نړیوالو ځواکونو سره یوه تاریخي روغه جوړه لاسلیک او د لوېدیځ سره یې یوه اوږده لانجه حل کړه.

نړیوال بندیزونه لیرې شول، خو ډېری ایرانیان وايي تراوسه یې په خپل ورځیني ژوند کې د اقتصادي ګټو ترلاسه کولو احساس نه دی کړی.

د ملکیتونو د پېر او پلور د یو دفتر مسول علي سعیدي وايي "په تېرو دوو کلونوکې، زیاترو خلکو د کورونو د پېر او پلور له بازاره ځان لیرې ساتلی، لومړی په دې هیله چې د [نړیوالو اقتصادي] بندیزونود لیرې کېدو وروسته به بیې راټیټې شي او اوس له دې وېرې چې په ټاکنو کې به څه پېښ شي،"

۳۳ کلن سعیدي وايي چې "زما ډېرو ملګرو خپل کارونه پرې ایښي ځکه چې مارکیټ مړ دی".

تېر کال ایران کې د ودانیو د پېر او پلور د اقتصاد څانګه ۱۳ سلنه راکمه شوه، خو د نړیوال مالي صندوق د اټکل له مخې د هېواد عمومي اقتصاد ۶،۶ سلنه وده وکړه.

دا وده تر ډېرې کچې د نړیوالو بندیزونو د لیرې کېدو وروسته د تیلو د صادراتو د زیاتوالي له امله را منځته شوه.

د ګټو ژمنه

اوسمهال د علي په شان ځوانو ایرانیانو لپاره د ژمنو کمی نشته.

د تهران ښاروال محمد باقر قالیباف چې د ولسمشرۍ لپاره یې ځان نومولی وايي، که په ټاکنو کې بریالی شي په راتلونکو څلورو کلونو کې به ۵ میلیونو خلکو ته کارونه پیدا کړي.

په تېرو څلورو لسیزو کې هر کال ایران کې خلکو ته په اعظمي ډول نژدې د ۶۰۰،۰۰۰ کارونو زمینه برابره شوې.

د انځور حقوق EPA
Image caption د بېوزلو رایو ورکونکو د راجلبولو لپاره د کارونو او نقدو پېسو ژمنې کېږي

اوسمهال په ایران کې د بېکارۍ کچه ۱۲،۷ سلنه ده، چې د تېر کال راهیسې ۱،۷ سلنه لوړه شوې ده. له دې امله د بېکارانو شمېر ۳،۳ میليونو ته رسېږي.

خو د ځوانو کسانو په کتار کې، د ۱۵-۲۴ کلنو ځوانانو له هرو دریو څخه یو تن کار نه لري. د دغه عمر درلودونکو کسانو په منځ کې له هرو دوو ښځو څخه یوه بې روزګاره ده.

ښاغلی قالیباف وړاندیز کوي چې بې روزګارانو ته به هره میاشت ۲،۵ ميلیونه ریاله (۶۶ امریکايي ډالره) د بېکارۍ تنخوا ورکوي، چې دا د اسلامي انقلاب راهیسې په تېرو ۳۸ کلونو کې لومړی ځل دی.

په ټوله کې د ټاکنیزو ژمنو کچه په بېساري توګه ۲،۶ ميلیارډه ډالرو ته رسېدلې. ښاغلی قالیباف نه وايي چې دا پيسې به له کومه پیداکوي او دومره ډېر کارونه به خلکو ته څرنګه رامنځته کوي.

د رایو راجلبولو سیالي

ابراهیم رییسي، یوبل محافظه کاره نوماند، لا له ښاغلي قالیباف نه هم وړاندې ځي او ژمنه کوي چې شپږ میلیونو بې روزګاره خلکو ته به کارونه پیدا کړي.

دا ۵۷ کلن روحاني او پخوانی څارنوال، چې د مشهد په ښار کې د شیعه ګانو د زیارت او د هغې د مالي امپراتورۍ - چارې هم اداره کوي ژمنه کوي چې د ایران د ۳۰ سلنه ترټولو بېوزلو خلکو لپاره به د وړیا نقدو پيسو ورکړه درې ځله زیاته کړي.

د تیلو په برخه کې د دولتي سبسایډي یا مرستې د له منځه تلو په بدل کې هر ایرانی هره میاشت ۴۵۵،۰۰۰ ریاله ترلاسه کوي. د ۲۴ میلیونو کسانو لپاره د دې دولتي مرستې درې ځله زیاتول په کال کې ۳،۵ میلیارډه امریکايي ډالره لګښت لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د تېر کال په ترڅ کې په ایران کې د بېکارۍ کچه لوړه شوې ده

ښاغلي رییسي هم نه دي ویلي چې دا پيسې به له کومه راځي.

د سويډن د سټاکهولم په ښار کې میشت ایرانی اقتصاد پوه احمد علوي وايي "دا داسې ده لکه چې هغوې په یو لیلام کې داوطلبي کوي. خو اقتصاد په دې ډول کار نه کوي".

"دا خبرې جالبې دي، خو د رایو جلبونکو نوماندانو هېره کړې چې د احمدي نژاد د وخت خاطرې لا تراوسه د خلکو په ذهنونو کې تازه دي."

پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد په خپلو دوو دورو کې (۲۰۰۵-۲۰۱۳) د دولتي مرستو یا سبسایډۍ د لیرې کولو په بدل کې خلکو ته د نقدو پېسو مرستې پيل کړې، وړو سوداګرو ته یې د ټیټ سود پورونو وړاندیز وکړ او بېوزلو لپاره یې د ارزانه کورونو جوړولو سترې پروژې پيل کړې.

خو د احمدي نژاد د ولسمشرۍ په پاې کې د اقتصاد کلنۍ وده ۷ سلنه ټیټه شوه او انفلاسیون ۴۰ سلنې ته ورسېد. ده د دې کار پړه پر نړیوالو بندیزونو واچوله خو اقتصاد پوهانو د ښاغلي احمدي نژاد ناوړه اقتصادي مدیریت او هغه تګلارې ملامتې کړې چې د خلکو د رایو راجلبولو لپاره یې جوړې کړې وې.

دویم چانس؟

ولسمشر روحاني د هېواد د ناخالص ملي عاید کچه بیا لوړه کړه، انفلاسیون یې راټیټ او د سوداګرۍ په برخه کې یې د هېواد صادرات ډېر او واردات کم کړل.

خو د خلکو هیلې ډېرې دي او خپله روحاني ملامت دی چې د نړیوالو بندیزونو لیرې کېدو وروسته یې د معجزو ژمنه کړې وه.

د ایران د اقتصاد د کمزورې خصوصي څانګې ډېری غړي وايي ښاغلي روحاني ته به یو بل چانس هم ورکړي.

د سروش په نامه د ایران د تیلو د چاڼولو یو شرکت مشر، حمید حسیني، وايي "موږ غواړو چې هغه د سوداګرۍ په چاپېریال کې ښه والی راولي او اقتصاد د کرایې د لټون حالت څخه خلاص کړي، فساد او انحصار له منځه یوسي".

د انځور حقوق AFP
Image caption حسن روحاني د دویم ځل ولسمشرۍ لپاره بیا ځان نومولی دی

ښاغلی روحاني د ایران د سوداګرۍ د خونې، صنایعو او کانونو د کمیټې غړی او د هېواد د تیلو د تولیداتو او صادراتو د اتحادیې بنسټګر دی.

دی وايي د خصوصي څانګې د مشرانو یوه لویه ډله راټوله شوې او د ده ملاتړ کوي.

ښاغلی حسیني وايي "د هغه حکومت د بندیزونو په لیرې کولو سره ټولنې ته هیله ورکړې، اقتصادي وده او د سیلانیانو راتګ یې ډېر کړی، بهرنۍ پانګې اچونې یې راجلب کړي او په خپلې ټاکنیزې سیالۍ کې باید پر ځان ډاډه وي".

خو د علي سعیدي په څېر ځینو ځوانو ایرانیانو لپاره غوراوی دومره روښانه نه دی.

هغه وايي "زه تر هرڅه زیات د ملکیتونو مارکیټ د خوځښت په فکر کې یم. اصلي سیالي به، د حقوقپوه [حسن روحاني]، دیني مشر [ابراهیم رییسي] او ښاروال [محمد باقر قالیباف] ترمنځ وي".

"زه ښايي ښاروال ته رایه ورکړم، خو دیني مشر به ګټونکی وي! "

اړونده مطالب

ورته مطالب