ایران: پاکستان کې د وسلوالو پټنځي په نښه کوو

ر د انځور حقوق AFP
Image caption تورنجنرال محمد باقر وایي، که پاکستان د ایران ضد وسلوالو پټنځي له منځه یو نه سي، دوی به خپل ځواکونه دغه هېواد ته د عملیاتو لپاره واستوي.

د ایران د وسلوالو ځواکونو مشر وايي، که اسلام اباد د هغو وسلوالو پرضد ګام پورته نه کړي، چې د ایران خاوره کې یې برید کړی دی، نو تهران به پاکستان کې د وسلوالو پټنځي په نښه کړي.

د تورنجنرال محمد باقري دا وینا له هغه وروسته ده، چې تېره میاشت د پاکستان او ایران په سرحدي سیمه میرجاوه کې لس ایراني ځواکونه ووژل شول.

ایران سني توندلارې ډله جیش العدل د دې برید مسووله وبلله او دا یې هم وویل، چې دې ډلې دا ځواکونه د پاکستان له خاورې په نښه ویشتونکو ټوپکو سره وژلي دي.

* جیمز متیس: 'ایران په سیمه کې د ستونزو ترشا دی'

* ایران: که ریاض جګړه را غځوي، سعودي به هم ناامن شي

رویټرز خبري اژانس وايي، تورنجنرال باقري هم د دوشنبې په ورځ ویلي: "موږ دا وضعیت زغملی نه شو".

دا اژانس د ایران د حکومتي رسنۍ ایرنا له خوې زیاتوي، محمد باقري هیله وښوده چې پاکستاني چارواکي خپله پوله کنټرول کړي، (ترهګر) ونیسي اوپټنځي یې له منځه یوسي:

"که داسې ونه شي، ایران به په پاکستان کې عملیات وکړي".

"که د ترهګرو بریدونه روان وي، نو موږ به هر ځای د دوی خوندي پټنځي او روزنځي په نښه کړو".

د ایران د دفاع وزیر ګواښ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایران دفاع وزیر هم ویلي، چې پاکستان کې د عملیاتو حق لري.

د جنرال باقر له څرګندونو مخکې د ایران دفاع وزیر حسین دهقان هم ویلي، چې د پاکستان سره تړلي سرحد کې د ایراني پوله ساتو د وژنې له امله تهران د ځوابي برید حق لري.

پر ۲۰۱۴ کال هم چې جیش العدل د ایران پنځه پوله ساتي وتښتول، تهران یې د موندلو لپاره د پاکستان خاورې ته د خپلو ځواکونو د استولو خبره کړې وه.

خو اسلام اباد یې په ځواب کې وویل، تهران په داسې چار سره د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي کوي. وروسته له تښتوونکو سره د خبرو له لارې دا مسله اواره شوه.

* ټرمپ: ایران له اور سره لوبې کوي

* ترهګرۍ ضد عرب ټلواله: د پاکستان پر ګډون د ایران اندېښنه

د ایراني پوله ساتو له وژنې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پاکستان ته لاړ او له لومړي وزیر نواز شریف یې د سرحدي امنیت د لا ډېر خونديتوب غوښتنه وکړه.

پر دې سربېره د ایران ولسمشر حسن روحاني هم نواز شریف ته په پیغام لېږلوسره وویل، چې د ایرانیو پوله ساتو وژونکي د قانون منګولو ته وسپاري.

نوموړي په دغه پیغام کې دعوه کړې وه، چې ځینې هېوادونه په نیابتي جګړې سره د اسلامي هېوادونو یووالی زیانمنول غواړي.

د انځور حقوق PID
Image caption د ایرانیو پوله ساتو له وژنې وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم اسلام اباد ته لاړ او له پاکستاني چارواکو یې د پولې د امنیت لا ډېر خوندیتوب وغوښت.

اړونده مطالب

ورته مطالب