ډونلډ ټرمپ د اېف بي ای مشر له دندې ګوښه کړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جېمز کومي د بارک اوباما په حکم د اېف بي ای مشر ګومارل شوی و او ۶ کاله کاري دوره یې پاتې وه.

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د دغه هېواد د فدرالي پلټنو ادارې یا اېف بي ای مشر جېمز کومي له دندې ګوښه کړ.

ولسمشر ټرمپ ویلي، چې جیمز کومي یې د هېلري کلنټن د برېښنالیکونو د پلټلو د څرنګوالي له امله له واکه لرې کړ.

خو مخکې ډونلډ ټرمپ په دې تړاو د جېمز کومي هڅې ستایلې وې، ځکه یې وروستۍ پرېکړې ډېر خلک هیښ کړي دي.

ډیموکراټان وایي، چې د اېف بي ای مشر د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ اوروسیې ترمنځ د ادعا شوو اړیکو له امله ګوښه کړل شوی دی.

سپینه ماڼۍ په یوه بیانیه کې وايي، ولسمشر ټرمپ د امریکا د عدلیې وزیر جېف سشنز او د دغه وزارت د مرستیال روډ روزنټن د سپارښتنو له مخې جېمز کومي ګوښه کړی دی.

* ډونلډ ټرمپ: په ۱۰۰ ورځو کې تر ټولو بریالی وم

* برتانیا د ډونلډ ټرمپ د خبرو اورېدلو ادعا رد کړه

په بیانیه کې دا هم راغلي چې "اېف بي ای د متحده ایالتونو یوه خورا مهمه او محرمه اداره ده او نن د دې ادارې لپاره نوی پیل دی".

د سپینې ماڼۍ له بیانې سره دوه نور لیکونه چې د عدلیې وزیر او مرستیال وزیر لاسیلیک کړي هم لیدل کېږي.

ډونلډ ټرمپ په دې تړاو لیکلي: "ما دا لیکونه د عدلیې له وزیر او مرستیال وزیر ترلاسه کړي او پکې ستاسو (جېمز کومي) د اېستلو سپارښتنه شوې ده. زه د دوی سپارښت ته په پام تاسو ته خبر در کوم چې نور مو د مشرۍ وخت تمام دی او له دې شیبې ګوښه یاست".

د روسې پلټنو د 'اغېزمنولو' هڅه؟

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اېف بي ا ی د مشر د لرې کولو په هکله د ډونلډ ټرمپ لیک.

ښاغلی کومي ۵۶ کلن دی، څلور کاله مخکې پر دغه دنده ګومارل شوی و او شپږ کاله کاري پړاو یې پاتې و.

جېمز کومي په وروستیو اونیو کې په ځلونو د ځواب ویلو لپاره کانګرېس ته تللی و. تېره میاشت یې سناتورانو ته ویلي و، چې اېف بي ای د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنو پر پلټنه بوخته ده.

هغه دا هم ویلي وو چې "په دې پلټنو کې د روسیې د حکومت او د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین د کسانو ترمنځ اړیکي ارزول کېږي".

* د ډونلډ ټرمپ د پخوانیو مالیو اسناد افشا شوي

* ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ ضد نوی فرمان صادرول غواړي

ډیموکراټان وایي، چې ښاغلي ټرمپ د جمېز کومي په لرې کولو سره هڅه وکړه چې په ټاکنو کې د روسیې د 'لاسوهنې' په تړاو څېړنې اغېزمنې کړي.

خو ډونلډ ټرمپ د روسیې د حکومت او د خپل ټاکنیز کمپیان ترمنځ اړیکي درواغ بللي دي.

د سناتورانو غوسه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ ویلي د هېلري کلنټن د برېښنالیکونو د پلټنې د څرنګوالي له امله یې جېمز کومي له دندې ګوښه کړ.

د ډونلډ ټرمپ وروستۍ پرېکړې ځینې سناتوران هم پارولي. سناتور مارک وارنر وايي، د ښاغلي کومي لرې کول د "غوسې سبب" او "بدګوماني پاروونکي" دي.

یو بل سناتور شلډون وایټهاس چې د قضايي جرګه ګۍ غړی دی په دې تړاو د پلټنې غوښتنه کړې ده.

نوموړي په یوه بیانیه کې ویلي: "اېف بي ای د سپینې ماڼۍ په تړاو پلټنې کولې او په داسې مهال یې د مشر لرې کول لویې پوښتنې را پورته کوي، سنا باید د دې مسلې ژورو ته ځان ورسوي".

د هغه په خبره،امریکایان باید ډاډمن شي چې عدلیې وزارت په زړورتیا سره حقایق پلټي او که چا خپلې څوکۍ ته له پام پرته قانون تر پښو لاندې کړی وي، باید وڅارل شي.

ورته مطالب