لومړنۍ سناتوره چې پارلمان کې یې لور ته شیدې ور کړې

د انځور حقوق Reuters
Image caption لاریسا واټرز خپلې لور الیا جوی ته تی ور کوي.

اسټرالیايۍ لاریسا واټرز لومړنۍ سیاستواله ده چې په پارلمان کې یې خپل تیخور ماشوم ته خپلې شیدې ور کړې.

د چپي یا زرغون ګوند مشرې لاریسا واټرز د سې شنبې په ورځ په مشرانو جرګه کې د غونډې پر مهال خپلې دوه میاشتنۍ لور ته تی ور کړ.

د اسټرالیا ولسي جرګې هم تېر کال ماشوم ته د تي ور کولو اجازه وکړه، خو تر اوسه کومې وکیلې یا سناتورې ماشوم ته تی نه و ور کړی.

* تی ورکول میندې له شکر ناروغۍ ژغوري

* 'د میندوارې ښځې خوراک ماشوم د زړه له ناروغۍ ژغورلی شي'

لاریسا واټرز په فیسبوک کې ویلی: "په پارلمان کې نورو میندو او پلرونو ته اړتیا ده، موږ ته د کار کولو داسې ځای پکار دی، چې ډېر کورنۍ پال او د ماشومانو ساتونکی او منونکی وي".

د کارګر ګوند سناتورې کیټي ګیلیګر د اسټرالیا له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي: "مېرمنې بچي زېږوي، که کار کوي، نو د کار پر مهال د بجیو پالل هم غواړي، دا حقیقت دی چې موږ باید اجازه ور کړو".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په پارلمان کې ماشوم ته تی ور کول نازکه مسله ده.

تېر کال د اسټرالیا ولسي جرګې خپلو غړو ته اجازه وکړه، چې د پارلمان یا پبلېک ګالري ته کوچنیان راوړلی او تی ور کولی شي، خو مشرانو جرګې پر ۲۰۰۳ کال ماشومانو ته د تي ور کولو اجازه کړې وه.

تېر کال د برتانیا سیاستوالو غوښتنه کړې وه چې په پارلمان کې دې د تي ور کولو په اجازه غور وشي.

د نړۍ په پارلمانونو کې ماشومانو ته تی ور کول نازکه مسله ده.

پر ۲۰۱۶ کال د اسپانیا د پارلمان غړې کیرولینا بیسکانسا جرګې ته د خپل بجي د راړلو او تي ور کولو له ا مله له سختو نیوکو سره مخ شوه.

اړونده مطالب