ترکیې کوردانو ته د امریکا د وسلې پر ور کړه اعتراض وکړ

د انځور حقوق ADEM ALTAN/AFP/Getty Images
Image caption ترک چارواکي هیله من دي چې امریکا به خپله پرېکړه واخلي.

د ترکیې حکومت د امریکا په دې پرېکړه اعتراض کړی چې له مخې یې د سوریې شمال کې کورد وسلوالو ته وسلې ور کوي.

د ترکیې مرستیال لومړي وزیر نور الدین جانیکلي وايي، دې اورپکو ته وسلې ور کول د منلو نه دي.

د هغه په خبره، د امریکا دا سیاست ګټور نه دی، ځکه هیله من دی چې واشنګټن به خپله پرېکړه بېرته واخلي.

* روسیه او ترکیه سوریه کې پر اوربند سلا شوې

* "امريکا او ترکيه د سوريې لپاره د پوځي حل لټه کوي"

* ترکيه: د "سوريې کوردان" د انقرې د بريد تر شا وو

د امریکا پوځ وايي، چې د خلکو مدافع کنډکونو په نوم د سوریې کورد وسلوال د جګړې په ډګر کې یواځنی ځواک دی چې رقه ښار نیولی او داعش ترې ایستلی شي.

خو ترکیه د خلکو مدافع کنډکونه ترهګره ډله بولي او وايي چې په ترکیه کې له بلواګرو سره نږدې اړیکي لري.

له دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټګان ویلي وو، چې په دې برخه کې د ترکیې له اندېښنې "بشپړ خبر" دي.

پنټګان ویلي، چې د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس له ترک سیال سره ټلېفوني خبرې کړې، خو د دې خبرو جزیات یې نه دي خپاره کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترکیه د سوريې کورد وسلوال د خپل هېواد له وسلوالو سره په تړاو تورنوي.

د سوریې ډیمو کراټیک ځواکونه - چې له عرب او د خلکو مدافع کنډکونو له وسلوالو - جوړ دي، له داعش سره په جګړه کې د امریکا ځانګړي ځواکونه ورته سلا مشورې ور کوي او د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف هوايي ملاتړ هم ور سره دی.

د پنټګان یوه چارواکي د سې شنبې په ورځ بي بي سي ته وویل، چې دوی کوردانو ته درنې اوسپکې وسلې ور کوي.

د هغه په خبره، کوردانو ته د لارې اوارولو او د مورچو او سنګرونو جوړولو لپاره بودلدوزرونه هم ور کوي.

امریکايي چارواکي وایي، د جګړې له پای ته رسېدلو وروسته به دا تجهیزات بېرته ترلاسه کړي.

ورته مطالب