لاوروف: د مسکو- واشنګټن اړیکي د پخوا په پرتله ښه شوي

د انځور حقوق EPA
Image caption دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر د یو هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره یو په یو په سپینه ماڼۍ کې ګوري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په واشنګټن کې وویل، مسکو او واشنګټن هیله من دي چې له یو بل سره د ښو اړیکو د لرلو په مخ کې ټول خنډونه لرې کړي.

نوموړی باوري دی چې د واشنګټن - د مسکو اړیکي د امریکا د پخواني حکومت د وخت په پرتله ښه شوي دي.

د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ او امریکايي سیال رېکس ټېلرسن سره تر لیدنې وروسته سرګي لاوروف دا خبرې وکړې.

* روسیه او لوېدیځ، تېروتنه چېرې شوې؟

* ټرمپ او پوتین به پر سوریه ګډ کار وکړی شي؟

* د ټرمپ او پوتین خبرې، که کارپوهانو ته د خطر زنګ"

ښاغلي ټرمپ له سرګي لاوروف سره په لیدنه کې له روسیې وغوښتل چې د سوریې د ولسمشر بشار اسد حکومت او د هغه ملاتړی ایران پېزوان یا مهار کړي.

ښاغلي ټرمپ له لاوروف سره تر لیدنې وروسته وویل، "موږ ډېره ښه لیدنه درلوده. موږ به مرګ ژوبله (سوریه کې) ودرو".

ښاغلي لاوروف له امریکايي سیال سره په لیدنه کې هم د سوریې پر کړکېچ خبرې رغنده وبللې.

د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې ردول

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption سرګي لاوروف له امریکايي سیال سره هم خپلې خبرې رغنده وبللې.

واشنګټن ته د ښاغلي لاوروف سفر یوه ورځ له هغه وروسته دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ناڅاپه د اېف بي ای مشر جېمز کومي له دندې ګوښه کړ.

که څه هم ډونلډ ټرمپ وايي، چې ښاغلي کومي د هېلري کلنټن برېښنالیکونو سمه څېړنه نه ده کړې، ځکه یې له دندې ګوښه کړ.

خو ډیموکراټان یې دا پرېکړه د اېف بي ای له خوا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د حکومت او د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزو کمپاین ترمنځ د اړیکو پلټلو له امله بولي.

سرګي لاوروف له ډونلد ټرمپ سره تر لیدنې مخکې دې پوښتنې ته په ځواب کې- چې د جېمز کومي له دندې ګوښه کول به یې له امریکايي چارواکو سره پر لیدنه اغېز وکړي- وویل، "ټوکې کوئ".

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د امریکا په ټاکنو کې د خپل هېواد د لاسوهنې په هکله خبرونه درواغ وبلل: "زموږ ترمنځ د اړیکو په اړه چې کومه غوغا جوړه ده ، چې ګواکې موږ د امریکا په کورنۍ سیاست کې لاس وهنه کوو دا د ناسمو او غیر منطقي معلوماتو پر بنسټ رامنځته شوې".

د نوموړي په اند دا د امریکایانو په حق کې هم سپکه خبره ده چې ګواکې روسیه یې په سیاست کې لاس وهنه کوي:

"دا د دې زبر ځواک او لوی ملت سره څنګه کیدای شي. زما په نظر سیاستوال د دغې خبرې په کولو سره چې ګواکې له بهره یو څوک د امریکا په چارو کې لاس وهنه کوي د امریکا سیاسي نظام ته زیان رسوي".

د سرګي لاوروف د سفر موخې

د انځور حقوق EPA
Image caption د لاوروف او ټرمپ په لیدنه کې د واشنګټن لپاره د روسیې سفیر هم ګډون درلود.

د فرانس خبري اژانس د رپوټ له مخې ښاغلي لاوروف په سوریه کې د امن سیمو جوړولو لپاره د روسیې له پلان د امریکا د ملاتړ خپلولو لپاره واشنګټن ته تللی دی.

د سوریې وضعیت او د اوکراین پېښې له امریکايي چارواکو سره د ښاغلي لاوروف اصلي خبرې بلل شوې دي.

ورته مطالب