هند د "درې کاڼو طلاق" مسله څېړي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption مسلمان حق لري په درې ځله د طلاق په تکرارولو سره خپله ښځه طلاقه کړي. دغه پلاوی غواړي پیدا کړي چې دغه موضوع تر کومه حده د مذهب په بنسټیزو عقایدو کې راځي

د هند ستره محکمه هغه عریضې ارزوي چې په کې دغه هېواد کې ښځو ته د درې کاڼو طلاق د ورکولو د چارې د ناقانونه کولو غوښتنه شوې ده.

یو مسلمان حق لري درې ځله د "طلاق " د کلمې په تکرارولو سره خپله ښځه طلاقه کړي. خو محکمې ویلي، پر دې غور کوي چې د درې کاڼو طلاق موضوع تر کومه حده د مذهب په بنسټیزو عقایدو کې راځي.

ځیني هندي مسلمان نارینه له دغه حقه په استفادې اوس له نورو لارو، لکه د تېلیفون، لیک او په دې وروستیو کې د مسېج له لارې خپلو مېرمنو ته طلاق ورکوي.

د طلاق مخالفانې چې ډېرې یې د ښځو د حقونو ملاتړې دي، درې کاڼو طلاق له ښځو سره ښکاره توپیري چلند بولي.

د دوی په خبره، داسې شواهد شته چې مېړونو خپلو ښځو ته د طلاق په ګواښ له هغوی د څه ویلو، نظر څرګندولو او غبرګون ښودلو صلاحیت اخیستی دی.

دوی د نرانو لپاره د یاد حق خوندي ساتل د کورنۍ د بنسټ د باریکۍ او مېړه او ښځې ترمنځ د اړیکو د خرابتیا لامل بولي.

مذهب کې لاسوهنه

په ورته وخت کې یو شمېر اسلامي ټولنو په دغه مسله کې د هر دولتي او نادولتي اورګان د ورګډېدو مخالفت کړی او هغه یې د هند د مذهبي ازادیو له اصل سره په ټکر کې بللی دی.

دمګړۍ چې په هندوستان کې د نریندرا مودي په مشرۍ واک له ملتپاله هندوانو سره دی، نو لږه کي یې په مذهبي چارو کې له هر ډول لاسوهنې سره حساسیت ښيي.

کله چې هند د انګریزانو مستعمره وه، نو د وخت استعماري دولت یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې د ټولو مذهبونو پیروانو ته اجازه ورکړل شوه چې "شخصي احوال " د خپلو دیني مقرراتو له مخې تر سره کړي.

نو له همدې امله مسلمانانو اجازه لرله چې د نکاح او طلاق چارې د اسلامي احکامو له مخې پر مخ یوسي چې تر دا مهاله دغه قانوني چاره په هند کې دود ده.

تر ډېرو اسلامي هېوادونو د هند د مسلمانو وګړو شمېر ډېر دی. په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه مسلمانان ژوند کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د درې کاڼو طلاق دود په ډېرو اسلامي هېوادونو لکه پاکستان کې له منځه تللی

په هند کې د درې کاڼو طلاق دود د لغوه کولو پر مسله یو پنځه کسیز قضايي پلاوی کار کوي. پلاوی له هندو، سیک، مسیحی، زردشت او مسلمان قاضیانو جوړ دی.

د درې کاڼو طلاق دود په ډېرو اسلامي هېوادونو لکه پاکستان کې له منځه تللی خو په هندوستان کې لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

د شرعي قوانینو د پوهانو ترمنځ د درېیو طلاقونو په اړه د نظر اختلاف شته. یو شمېر یې ښځې ته د درېیو طلاقونو ورکول د اسلامي قوانینو مهمه برخه بولي، خو یو شمېر نور یې بیا وايي، کولای شو د درېیو طلاقونو دود پرته له دې چې د مسلمانانو اصولي عقایدو ته زیان ورسېږي، بند کړو.

ښځو ته د درېیو طلاقونو ورکول په دې مانا دي چې نور ښځې ته مېړه رجوع نه شي کولای مګر دا چې ښځه له بل چا سره واده وکړي، هغه سړی مړ شي یا یې هم بېرته طلاقه کړي او بیا یې پخوانی مېړه ور سره نکاح وکړي.

هغه کس چې له ښځې سره موقت واده کوي او له امله یې ښځه او پخوانی مېړه یې بېرته کورنۍ کېږي، محلل یې بولي.

ورته مطالب