''موصل جګړه به څو ورځو کې پای ته ورسېږي''

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د موصل جګړه

د عراقي پوځ مشر وايي، د دغه هېواد ځواکونه به څو ورځو کې له اسلامي دولت نومې ډلې وسله والو د موصل ښار بېرته نیولو عملیات بشپړ کړي.

تورن جنرال عثمان الغنیمي بي بي سي ته ویلي، هیله من دی، د روژې له پیله مخکې به داعش وسله وال په بشپړه توګه له موصله وشړل شي.

موصل ۲۰۱۴ کال کې د داعش لاسونو ته ولوېد او دا مهال د دغې ډلې تر ولکې لاندې تر ټولو لوی ښار دی.

حکومتي ځواکونو اکتوبر کې د موصل بېرته نیولو لپاره د امریکايي هوايي ځواک په ملاتړ بریدونه پیل کړل.

موصل کې هوايي برید د 'اسلامي دولت' مفتي وژلی

عراقي ځواکونو موصل کې حکومتي ودانۍ نیولې

امریکا په موصل کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې پلټنه کوي

دوی په جنورۍ کې وتوانېدل د ښار ختیځه برخه ونیسي او بله میاشت کې یې د ښار لوېديځې برخې نیولو لپاره عملیات پیل کړل.

اوس ویل کېږي، چې د ۴۵۰ زره ملکي خلکو تر څنګ نژدې ۱۰۰۰ داعش وسله وال د ښار په شمال لوېدیځو برخو کې محاصره دي. جنرال الغنیمي بي بي سي عربي سره خبرو کې ویلي:

'' امنیتي ځواکونه یو لوی برید کوي او انشاالله یو څو ورځو کې به داعش وسله وال له منځه لاړ شي. زه وایم د روژې مبارکې له راتګه مخکې به د موصل پاتې برخه هم ازاده شي. ''

د ملګرو ملتونو په وینا دغه جګړه کې نژدې ۸۰۰۰ ملکي کسان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي، خو دا یوازې هغه کسان دي، چې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption عراقي ځواکونو فبرورۍ کې د موصل لوېدېځې برخې نیولو لپاره عملیات پیل کړل

عراقي چارواکي وايي، د جګړو له کبله ۶۲۰ زره ملکي کسان له خپلو کورنو وتلو ته اړ شوي دي، چې په وینا یې ۴۱۴ زره د موصل له لوېدیځه وتلي دي.

عراقي پوځ د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د مارچ وروستیو کې یوه امریکايي جنرال ویلي و، د عراقي امنیتي ځواکونو ۷۷۴ کسان وژل شوي او ۴۶۰۰ کسان یې ټپیان شوي دي.

ورته مطالب