اسراییلی ماشوم له۱۴ کاله کورني بند خوشی شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ماشوم مور پلار وايي، د زوی د روغتیا په پار یې دا کار کړی دی.

د رپوټونو له مخې یو ۱۴ کلن اسراییلی ماشوم چې مور پلاریې له زېږون راهیسې په کور کې ساته، پولیسو خوشی او له ځان سره وړی دی.

د پوځ راډیو وايي، د هدیره( سیمې) دغه هلک پولیسوته ویلي، چې یواځې په یوه یا دوو میاشتو کې هغه هم د شپې د کور انګړ ته وېستل کېده.

نوموړی د یو څه وخت لپاره له ودانۍ بهر هم په پنجره کې اېستل شوی دی.

د هلک مور پلار نیول شوي او وایي، دوی د خپل زوی روغتیا ته اندېښمن و، ځکه یې دا کار کړی دی.

* نهه کلن ماشوم د ۲ کلن ورور په ژغورلو سره اتل شو

* چين کې نوی زېږېدلی ماشوم د کمود له نل ژغورل شوی

* د سايبيريا ځنګلونو کې لادرکه شوی ماشوم وموندل شو

د سیمې یوه اوسېدونکي چیکو واکنین د پوځ راډیو ته ویلي، له هغه وروسته یې چارواکي خبر کړ چې دا ماشوم یې له ورسۍ(کړکۍ) په داسې حال ولید( لکه په وېروونکي فېلم کې انسان).

"ما یې سترګې او کتلو یې معلومېدل، چې وايي 'مرسته را سره وکړئ'، ځکه مې پرېکړه وکړه چې یو څه باید وکړم. "

دغه مور پلار وايي، روسي توکمه او د ۶۰ کلونو په منګ دي، پر ۲۰۰۹ کال د تل ابیب شمال په هدیره کې مېشت شوي، خو ځايي چارواکو ته یې نه دي ویلي چې ماشوم لري او نه یې هم په ښوونځي کې ثبت کړی دی.

د مور د وکیل له خولې ځايي رسنۍ وايي، زوی یې روغتیايي ستونزې درلودې ځکه یې په کور کې ساته .

د انځور حقوق .
Image caption ماشوم د تل ابیب شمال ته هدیره سیمه کې په کور کې ساتل کېده.

اړونده مطالب