"د مس عینک کان پر پروژه د کار پیلولو لپاره د افغان- چین خبرې روانې دي"

سوت چاینا مارنینګ پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مس عینک کان کې چین د کار اسانتیاوې برابرې کړې دي.

سوت چاینا مارنینګ پوسټ د افغانستان په لوګر ولایت کې د مس د عینک کان په اړه یوه مطلب کې لیکي چې د دغې پروژې د فعالولو او له په ټپه ولاړ حالته د راویستلو لپاره هڅې روانې دي.

ورځپاڼې په چین کې د افغانستان د سفیر جانان موسی زي په حواله لیکلي چې د عینک کان پروژې د پلي کولو لپاره د افغان حکومت او چینايي کمپنۍ ام سي سي ترمنځ خبرې روانې دي.

یوه چینايي شرکت په ۲۰۰۷ کال کې د عینک کان د استخراج تړون له افغان حکومت سره لاسلیک کړ، په پام کې ده چې دغه شرکت په مس عینک کان کې چې د مسو ستر کان بلل کیږي څه باندې درې ملیارده ډالره پانګونه وکړي.

واشنګټن پوسټ:

امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ افغانستان ته د نورو امریکايي سرتیرو پر استولو یوه مطلب کې لیکلي چې افغان چارواکي او امنیتي کارپوهان په دې نظر دي چې افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو په اړتیا کې شک نشته.

ورځپانه زیاتوي چې دغه ملاتړ له افغانستان سره د امریکا د اوږمهال او لنډمهال همکارۍ لپاره اړین دي.

د واشنګټن پوسټ په دغه مطلب کې ویل شوي چې نور پوځي تجهیزات، هوايي ملاتړ، د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې برخه اخیستل او د سرتیرو روزونه او د افغان ځواکونو په مشرتابه کې اصلاحاتو ته ډیره اړتیا لیدل کیږي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي چې افغان څارونکي په دې نظر دي چې د افغانستان لپاره یواځې پوځي هڅې بس نه دي او یوې هر اړخیزې کړنلارې ته اړتیا ده چې په داخل کې د حکومت په وړاندې خنډ اچوونکي سیاسي مشران تر فشار لاندې راولي او د لاس وهونکو ګاونډیانو مخه ونیول شي.

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو غوښتنه وکړه.

ګارډین:

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په هندي کشمیر کې د لادرکو کسانو په اړه یوه تفصیلي راپور کې لیکي چې له ۱۹۴ کال راهیسې د هرې میاشتې په لسمه نیټه د میرمنو په ګډون د هغو کسانو د کورنیو غړي د اعتراض په بڼه راغونډیږي چې په کشمیر کې لادرکه شوي دي. ورځپاڼه زیاتوي چې په سرینګر کې چارواکو په خصوصي توګه دا منلې چې لږ څه کم زر کشمیري وګړي لادرکه شوي او نږدې ۱۵۰ یې وژل شوي دي.

دوی وايي له دغې ډلې اکثره کسان یې د پاکستان تر ولکي لاندې کشمیر ته اوښتي چې هلته د وسلو کارول زده کړي، خو زیاتوي چې پاکستاني چارواکي دغه ډول ادعاوې ردوي.

همدې ورځپاڼه په یوه بل راپور کې ویلي چې القاعده ډله هڅه کوي په یمن کې نوي وسلوال خپلو لیکو ته جذب کړي، ځايي خلکو دغې ورځپاڼې ته ویلي چې دغه کسان د یوې سیالۍ په پایله کې جذبیږي چې جایزه یو کلاشینکوف دی.

خلکو دغه راز ګارډین ته ویلي چې د القاعده کسان د روژې میاشتې په درشل کې د یمن د تعز ښار په لارو کوڅو کې ګرځي او خپل پوسټرونه په دیوالونو لګوي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په دغه هېواد کې د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ وروستي کشمکش ته په اشارې سره په یوه مطلب کې ویلي تر هغه چې دولتي ادارې د پریکړو واک په لاس کې وانخلي، د ملکي حکومت او پوځ اړیکي رسمي چوکاټ ته را نه شي او د دیموکراسۍ بنسټونه پياوړي نه شي نو په پاکستان کې به د یموکراسي خوندي نه شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په کشمیر کې د پاکستان هند کنټرول کرښه.